د افغانستان ولسمشر او د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید محمد اشرف غني نن له خپل ټاکنیز ټیم سره یوځای هرات ولایت ته تللی دی. د شفیع کریمي په ویډیويي راپور کې وګورئ چې ښاغلي غني په هرات کې خپلو پلویانو ته څه څه ژمنې ورکړي.
افغان ولسمشراشرف غني وايي د امریکا اوطالبانو خبرې څاري. دوی چهارشنبه نهم دورخبرې پیل کړې.
د امریکا او روسیې ترکړکیچ د امریکا له خوا د کروز راکټ تر ازمویلو وروسته اوج ته ورسېد.
او یو ټایلندی مارګیر در پيژنو چې تر اوسه یې لس زره ماران نیولي دي.
دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
محمد محقق د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټيم سره یوځای شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د فرانسې له ولسمشر سره وکتل او د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
نړیوال بانک د افغانستان د سولې له احتمالي موافقې وروسته د اقتصادي پروګرامونو د پلانولو لپاره د نړیوالو او افغان همکارانو مشورې راټولوي.
عمران خان یو کال وروسته له دې چې د پاکستان د صدراعظم په توګه یې د چارو واګي په لاس کې واخیستې، داسې ښکاري چې د سیاسي مشرانو او فعالانو د نیولو او بندي کولو په وسیله د اپوزیسیون د اعتراضونو مخه نیسي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رأيې ورکونې مرکزونه تړلي وي.
د پروان ولايت چارواکي وايي، په سيدخېل ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوى دى.
د پروان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه مامور تېره شپه په ډزو وژل شوى دى.
سرچينه وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
په بلخ ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، په زارع ولسوالۍ کې د ملي اردو په هوايي حملو کې ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې د طالبانو درې مهم قوماندانان هم شامل دي.
ښاغلي رضايي ويلي چې په حملو کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وايي، دغه هوايي حملې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په لړ کې يې د طالبانو درې مرکزونه په نښه شوي دي.
٢٠٩ شاهين قول اردو وايي چې د بلخ ولايت په پنځو ولسواليو کې د افغان پوځيانو پوځي عمليات روان دي. Читать дальше...
د ايران يو خبري اژانس وايي چې د ايران د مشهد او هرات ولايت ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شوې.
مهر خبري اژانس نن د ايران د خراسان رضوي هوايي ډګرونو د عمومي رئيس محمد باقر قاسمزاده په حواله خبر ورکړى چې دغه الوتنې به هره جمعه کېږي.
د مشهد او هرات ترمنځ مستقيمې الوتنې چې مخکې د اريانا افغان هوايي شرکت او د ايران د کام هوايي شرکت له خوا ترسره کېدې، ځنډول شوې دي.
تر دې وروسته به دغه پروازونه د ايران د کيش هوايي شرکت له خوا ترسره کېږي.
د ازادي راډیويي مجلې د دي اونۍ ځانګړې ګڼه مو په هنري، تاریخي او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس د کشمیر حالات له نږدو څاري او ټینګار یې ورباندې کړی چې د دغې وېشل شوې سیمې د دواړو لورو د خلکو حقونو ته باید درناوی وشي.
حبيب طاهر وايي په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ازادانه حرکت او راغونډېدو بنديزونه دي. دلته خبريالان هم ډېر اغېزمن شوي دي او پر هغوی بنديزونه دي او په ازاده توګه خپل کار نشي کولای.
په فراه ولايت کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه امنيه قومانداني وايي دغه پوځي عمليات چې لا هم دوام لري، د قاطع ملاتړ ماموريت هم په کې برخه لري.
ويل شوي چې عمليات د پُشت رود ولسوالۍ د ناامنو سيمو د تصفيې لپاره پيل شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب نن وويل چې پرون د دغو عملياتو پر مهال بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفانو يو موټر هم په نښه کړى دی.
ده وویل: د فراه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګين کلي په مربوطاتو کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د... Читать дальше...
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له کبله ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي دي.
ولايتي چارواکي وايي، په غازي اباد سيمه کې نښته تېره شپه وروسته له هغې پيل شوه چې لومړى وسله والو طالبانو پر يوه پوسته ډله ييزه حمله وکړه.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په جګړه کې ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي، ٨ طالبان او ٢ محلي پوليس ټپيان شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د وسله والو مړي د جګړې په ځاى کې پاتې دي.
له ننګرهاره په بل خبر کې ويل شوي چې... Читать дальше...
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د دوو وژل شويو بهرنيو پوځيانو هويت په ډاګه کړ.
دغه ماموريت دغه وژل شوي پوځيان د امريکا د پوځ د ځانګړو عملياتو د قوماندانۍ غړي بللي دي.
پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، د لویس ډیلیون فیګيروا او خوزه جې ګونځالیز په نوم دا دوه امریکايي پوځيان تېره چهارشنبه په فاریاب ولایت کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوي دي.
په افغانستان کې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې تر ٢٤٠٠ زیات امریکايي پوځيان مړه شوي دي.
په دې هېواد کې امریکايي سرتېرو ته وروستي تلفات په داسې حال کې اوړي چې... Читать дальше...
د روسيې د سياسي مخالف الکسي ناوالني ويانده وايي، وروسته له هغې چې د مسکو يوې محکمې د ناوالنې د بند د سزا د تمديد پېشنهاد رد کړ، نوموړى له زندان څخه خوشې شوى دى.
کيرا يارمېش د خپل ټوېټر په حساب کې د ناوالني عکسونه خپاره کړي چې نن سهار له توقيف ځاى څخه د راوتلو په حال کې دى.
په يوه عکس کې ناوالني ښکاري چې له دروازې دباندې د خبريالانو يوې ډلې ته خبرې کوي.
الکسي ناوالني چې د کرملين له انتقادکوونکو دى، تېره مياشت وروسته له هغې په ٣٠ ورځني بند محکوم شو چې له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په يوه ممنوعه اعتراض کې برخه واخلي. Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري.
ښاغلي مکرون پر مودي ټینګار کړی چې د همالیا د دې وېشل شوې سیمې د دواړو غاړو د خلکو حقونو ته دې درناوى وکړي.
مکرون دا څرګندونې پرون پنجشنبه وروسته له هغې کړي چې له پاریسه بهر یې په شانتیلي سیمه کې له مودي سره وکتل.
مکرون ویلي، پلان لري چې ورته خبرې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکړي.
د فرانسې ولسمشر زیاته کړې چې نریندرا مودي ته یې ویلي، دا د هند... Читать дальше...
د پولنډ او ګاونډي هېواد سلواکیا ترمنځ په تاترا غرونو کې تالندې د دوو ماشومانو په شمول لږترلږه پنځه تنه مړه کړي دي.
چارواکو پرون پنجشنبه وویل، د تالندې ډېرى قربانیان د پولنډ په خوا کې دي چې پر یوې لوړې غرنۍ سیمې تالنده پرېوتې ده.
په سلواکیا کې هم یو کس مړ شوی دی.
په هغه سیمه کې چې ډېر غرختونکي ورځي، سل تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د پولنډ صدراعظم ماتيوس موراويه تسکي ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت نازک دى.
ژغورونکو ویلي، کله چې پر هغه وسپنيز زنځير چې ګرځندويان ورڅخه د غره څوکې ته د ختلو لپاره... Читать дальше...
Музыкальные новости
Песня
Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.
Персональные новости
Кубок
Псковские волейболисты стали призерами международного турнира «Кубок дружбы»
غني وویل، طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي. انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې
عمران خان ویلي چې د دوو ایټمي هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ د نښتې خطر مخ په زیاتېدو دی. د اګست پر ۱۶مه د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هم د اېټمي وسلې په کارولو کې لومړيتوب ورکولو ته اشاره کړې وه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د سولې په خبرو مقاله خپره کړې.
ولسمشر اشرف غني وايي چې د ولسمشرۍ انتخابات د سولې له روانو هڅو سره کېږي او د سولې روان بهیر یې مخه نشي نیولی.
ښاغلي غني پرون پنجشنبې د سوالونو او ځوابونو په یوه غونډه کې چې د طلوع د خصوصي ټلویزیون په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو د هغې غوښتنې په اړه چې وايي د ولسمشرۍ انتخابات دې وځنډول شي، د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې د طالبانو دا غوښتنه د خلکو د هیلو خلاف ده.
دی وایي: طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي، انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې چې مشروع دولت ولري. Читать дальше...
دا غوښتنلیک د نوموړې پلار او د مقدمې مدعي محمد عظیم په عدالت کې داخل کړی وو خو د پنجاب صوبې په ملتان کې قاضي عمران شفېع د اګست پر ۲۲مه
د مهاجرت نړیواله اداره IOM په پام کې لري چې د بودجې د کموالي له کبله هېواد ته له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې پروګرام په کندهار او نیمروز ولایتونو کې وځنډوي.
IOM په یوه بیان چې پرون خپور شو، ویلي دي چې مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ ورکړې ده.
له دې پروګرام سره د سویس، ناروې، کاناډا او چک جمهوریت حکومتونه او ځیني نړیوالې ټولنې مالي مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Поездам прибавляют ходу // Как может сократиться время пути от Москвы до курортов на Черном море
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Шапка
Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)
Москва
Источник 360.ru: водитель погиб в ДТП в ТиНАО, травмы получили два пешехода
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net