چارواکي: د بلخ په زارع ولسوالۍ کې ۶۶ طالبان وژل شوي
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې د طالبانو درې مهم قوماندانان هم شامل دي.
ښاغلي رضايي ويلي چې په حملو کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وايي، دغه هوايي حملې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په لړ کې يې د طالبانو درې مرکزونه په نښه شوي دي.
٢٠٩ شاهين قول اردو وايي چې د بلخ ولايت په پنځو ولسواليو کې د افغان پوځيانو پوځي عمليات روان دي.
خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې په بلخ کې يې تر لسو زيات پوځيان وژلي دي.
