متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د افغانستان او پاکستان د روغې جوړې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د چهارشنبې په ورځ امیر خان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ته په چین کې د ترسره شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي وویل چې هیله یې دا ده چې تعبیرات او جزیي تخنیکي مسایل د افغانستان-پاکستان د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي.
د چین په ارومچي کې د پیکنګ په منځګړیتوب د اپریل له لومړۍ نیټې تر اوومې پورې د افغان طالبانو او پاکستان د استازیو تر منځ د سولې غیر رسمي خبرې ترسره شوې.
