په سيمه کې پوځي تمرينونه او ازموينې
په اګست او جولای مياشتو کې ايران، شمالي کوريا، جاپان، چين، جارجيا، روس او لوېديځو هېوادونو پوځي تمرينونه يا د توغنديو او دفاعي نظام ازموينې کړي دي.
په اګست او جولای مياشتو کې ايران، شمالي کوريا، جاپان، چين، جارجيا، روس او لوېديځو هېوادونو پوځي تمرينونه يا د توغنديو او دفاعي نظام ازموينې کړي دي.
حفصه نه یوازې په ۱۲م کې د مردان بورډ ټاپ کړ بلکې تر دېوړاندې یې هم په امتحانونو کې پوزیشنونه اخیستې دي.
په پښتو ادب کې د نوي کهول شاعرانو د «نوښتګر» په نوم د نظم لیکلو یو نوی تحریک یا خوزښت پیل کړی دی او په سوشل میډیا يي هم پاڼې خلاصې کړي دي
هر کال په افغانستان کې د کانکور د ازموینې لپاره شااوخوا یو لک شپېته زره محصلین ازموینه ورکوي.
د هرات د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مرستيال بشير احمد احمدي وايي چې د انګورو د سږکال حاصلاتو د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زياتوالى موندلى دى. هغه زياته کړه چې د سړو خونو، د مناسب بازار او بهر ته د صادراتو د زمينې نشتوالی په هرات کې د انګورو د بيې د کموالي سبب شوي چې بزګران يې اندېښمن کړي دي. خو د هرات سيمه ييز مسؤلان وايي چې په هرات کې د انګورو يوه اندازه حاصلات به د لاجوردو او هوايي دهلېز له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر شي. د يادونې وړ ده چې د هرات په ګذرې، انجيل او پښتون کوټ ولسواليو کې په اته هکتاره ځمکه کې انګور کرل کېږي.
په بدخشان ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د مچیو روزنه او د شاتو توليدات زیات شوي دي. د بدخشان د کرنې رئیس معین الدین عیني نن ازادي راډيو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره ښه زمینه برابره شوې او دا مهال یې بازار تود دی. ښاغلی عیني وايي، په کلني ډول په منځنۍ کچه له هر کندو ۳۰ کیلو ګرامه شات لاسته راځي. د شاتو د مچيو یوه روزونکي مبارز ساعي ازادي راډيو ته وویل چې د شاتو تولید ډېرو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي دي. دوی وايي، له کرنې ریاست سره په همکارۍ هڅه کوي چې د شاتو د تولید فارمونه زیات کړي.
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي د دې پرځای چې خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅوي، ترې غواړي چې د سولې د پروسې او د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي.
په بامیان ولایت کې د دمبورې درېیمه فرهنګي جشنواره ترسره شوه. د دې جشنوارې د ترسراوي مسؤل محمد علي شیدا ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې او پنجشنبې په ورځ دې جشنواره کې دېرشو سندرغاړو او دمبوره غږوونکو برخه اخیستې وه او نندارې ته یې شااوخوا لس زره کسان ورټول وو. خلکو داسې وخت په دې جشنواره کې برخه واخیسته چې د بامیان ولایت د دیني عالمانو شورا ورسره مخالفت کړی او له هغوی يې غوښتي وو چې د دمبورې جشنوارې ته دې نه ورځي. د بامیان والي طاهر ظهیر بیا وویل چې بامیانو ته د نړیوالو سېلانیانو د جلب لپاره... Читать дальше...
د هانک کانګ پولیسو نن د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی. پولیسو وروسته له هغه اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې د هانک کانګ د عامه خبري رسنۍ په وینا، خلکو د بلوا ضد پولیس په خښتو ویشتل او د هغوی په لوري یې هغه څه چې ګازي بمونه بلل شوي، ور واچول. له غرمې مخکې هم مظاهرې شوې وې چې پولیسو یې مخه ونیوله. په هانک کانګ کې له څو اوونیو راهیسې خلک د هغه قانون پر ضد مظاهره کوي چې په اساس یې مجرمین چین ته لېږل کېږي. هانک کانګ په کور دننه خپلواک دی، خو نور روابط یې د چین حکومت تعینوي. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ځینو ناامنو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته تللی، څو د دغه هېواد له پاچا او نورو چارواکو سره خبرې وکړي. ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې له افغان ولسمشر سره دولتي پلاوی دی او د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره جلا کتنې کوي. د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د ولسمشر غني او د سعودي چارواکو د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي، خو افغان حکومت تل د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی. سعودي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه... Читать дальше...
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د جمهوري ریاست له کاندید محمد شهاب حکیمي سره خبرې کړي.
د داعش ډلې ازبکستاني غړي په هڅه کې دي چې د بیا ځل لپاره په شمال زون کې دغه شبکه فعاله کړي.
د عوامي ورکرز ګوند تر سیوري لاندې لسګونو مزدورانو د اګست پر ۲۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
د ايران اټمي پروګرام او په کشمير کې روانه لانجه ښايي د فرانسې په جنوب کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په بحثونو کې شامل وي.
د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ګزمې پر موټرو یو موټربم برید شوی دی. بریدګر د بګرام ولسوالۍ په صیاد بازار کې د ګزمې موټرونه په نښه کړي. د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت یا بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو په سیمه کې د دې موټربم له امله یو شمېر دوکانونه زیانمن شوي دي. وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پر امریکايي پوځیانو یې بېګاه د پروان په صیادو کې موټربم برید کړی، اووه امریکایي... Читать дальше...
د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې اووه کسان وژل شوي. د قره باغ ولسوال عظیم دل اقا ازادي راډیو ته وویل چې نښته بېګاه د دوو وسله والو ډلو ترمنځ شوې چې په ۵ وسله والو سربېره دوه عام ملکیان هم وژل شوي. د قره باغ ولسوال وايي چې وسله وال بریدګر غیر مسؤل کسان او د پروان ولایت د رباط کلي وو. د ده په خبره، دغو کسانو د شخصي دښمنیو په خاطر په یوه بل ډزې کړې دي.
ټاکل شوې ده چې نن د فرانسې په جنوب کې د بیریټز په سیمه کې د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیل شي. دا دوه ورځنۍ غونډه ښایي د ایران د اټمي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې د احتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي. په دې غونډه کې چې کوربه به یې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي. ډونالد ټرمپ له واشنګټن څخه د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل چې دی تمه لري چې د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي. Читать дальше...
شمالي کوریا نن خپل ختیځ ساحل ته دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي دي. دا د پیونګ یانګ له لوري د توغندیو نوې ازموینه ده چې د جنوبي کوریا او جاپان د اندېښنې سبب شوې ده. د جاپان سمندري ځواکونو نن وویل، د شمالي کوریا له لوري یې د یوه مشکوک بالستیک توغندي ازموینه تشخیص کړې ده. د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي دي چې پیونګ یانګ د خپل شرقي ساحل په لوري دوه توغندي توغولي دي. که چېرته د شمالي کوریا د نننیو ازموینو خبرونه تأیید شي، دا به په نږدې یوې میاشتې کې اووم ځل وي چې شمالي کوریا د توغندیو ورته ازموینې کوي.
د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی دی. ادریان دریا بېړۍ چې مخکې ګرېس یو نومېده، په مدیترانې کې یې نن سهار په اتومات پېژندنې سېستم کې خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی چې د سوریې د بانیسیا تېلو چاڼځای سره ۲۰۰ کیلومتره واټن لري. ادریان دریا مخکې له دې چې د جولای په ۴مه د جبل الطارق چارواکو له خوا ایساره شوې، ویل کېدل چې د سوریې همدې چاڼځای ته روانه وه. که څه هم جبل الطارق د اسد په ۲۷مه د ادریان دریا له خوشې کېدو سره موافقه وکړه، خو د امریکا حکومت یونان او نورو... Читать дальше...
د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره ( اېف ای ټي اېف) وايي، د دې خبرې څارنه کوي چې پاکستان له وسله والو ډلو سره د مالي مرستو د مخ نیوي لپاره څومره پرمختګ کړی دی؟
د هند تر ولکې لاندې د کشمير د سرينګر په شمال کې د شنبې په ورځ ځايي اوسېدونکي لا هم د لګول شويو قيوداتو شاهدان وو.
د ارزګان چارواکي وایي چې دغلته د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي دي. سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال د تېرو ۴۸ ساعتو په ترڅ کې د مرکز ترینکوټ اوړند لکه نچین، مهراباد لنګر او یو شمېر نورو سیمو کې وژل شوي دي. امنیه قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پرمهال يې ۱۲ طالبان نیولي هم دي. نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې د افغان سرتېرو په اړه څه ونه ویل. Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۳مه د ټول هېواد ډېپټي یا مرستیالو کمېشنرانو د او د ترقیاتي ادارو چارواکو ته امر کړی چې د بې نومو جایدادونو په هکله دې ورته راپور وړاندې کړي.
په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه مذاکره کوونکو ویلي، په اکثرو مواردو کې موافقې ته رسېدلي دي. د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د نهم پړاو دوهم دور پرون (د اګست پر ۲۳مه) پیل شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.