چارواکي: په فراه کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي
د فراه امنيه قومانداني وايي دغه پوځي عمليات چې لا هم دوام لري، د قاطع ملاتړ ماموريت هم په کې برخه لري.
ويل شوي چې عمليات د پُشت رود ولسوالۍ د ناامنو سيمو د تصفيې لپاره پيل شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب نن وويل چې پرون د دغو عملياتو پر مهال بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفانو يو موټر هم په نښه کړى دی.
ده وویل: د فراه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګين کلي په مربوطاتو کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د الوتکو د بمبارۍ له کبله چې د ترورېستو طالبانو پر يوه موټر شوې، د طالبانو د يوه مهم قوماندان حافظ قدرت ٥ کسان وژل شوي او موټر يې چې وسلې او مهمات په کې بار وو، کاملاً له منځه وړل شوی دی.
وسله والو طالبانو په پشت رود ولسوالۍ کې د تازه عملياتو په اړه تبصره نه ده کړې.
د فراه ولايت چارواکو تر دې مخکې هم په پوځي عملياتو کې د دولت وسله والو مخالفانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکړى و.
