ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي
ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې، د فقر، ناوړه ګټې اخیستنې اوستونزو سره د مقابلې لپاره دخطرناکو لارو چارو د غوره کولو له زیات خطر سره مخ دي.
ملګړي ملتونه وايي ددغو ستنو شویو ښځو څخه یوازی ۱۷ سلنه یې د خپل کاروبار عاید ترلاسه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته د ستنو شویو ښځو د اقتصادي ادغام په اړه یوه څېړنه کې، د هغوی د اقتصادي ګډون پر وړاندې خنډونه پېژندل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا څېړنه عملي سپارښتنې وړاندې کوي څو د ستنېدونکو ښځو اقتصادي جذب پیاوړی شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، که څه هم بیړنۍ بشري اړتیاوې باید لا هم پوره شي، خو دا هم ډېر مهم دي چې په اوږدمهالو حللارو پانګونه وشي.
بلخوا د اروپايي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې د دوشنبې په ورځ، د حمل ۲۴مه، په یوه راپور کې وویل چې ډېری افغانان چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، نه کور لري، نه عاید او نه هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی.
دې ادارې زیاته کړې چې د افغانستان د نازکو شرایطو په پام کې نیولو سره، ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانګالي دي.
