د مهاجرت نړیواله اداره په کندهار او نیمروز ولایتونو کې مرستې ځنډوي
IOM په یوه بیان چې پرون خپور شو، ویلي دي چې مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ ورکړې ده.
له دې پروګرام سره د سویس، ناروې، کاناډا او چک جمهوریت حکومتونه او ځیني نړیوالې ټولنې مالي مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده.
د کډوالو نړیواله اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې څلور زره (۳۸۷۹) او له پاکستان څخه ۳۵ کسان هېواد ته راستانه شوي او دې ټولنې لږ او ډېره مرسته ورسره مرسته کړې ده.
