استرالیا افغانستان او منځني ختیځ ته څه باندې ۲۷۰ سرتېري را واستول
د استرالیا دفاع وزیرې لیندا رینالدس له دغو پوځیانو سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې د هغو کورنیو ته وویل، پر خپلو سرتېرو ویاړي چې د استرالیا د همکاریو د ملاتړ لپاره بهر ته ځي.
د استرالیا دفاع وزیرې د دغو ځواکونو د کورنیو له غړیو مننه وکړه او ویې ویل چې دا کار د دغو ځواکونو د کورنیو له همکارۍ پرته ممکن نه دی.
استرالیا حاضردمه د افغانستان په شمول په منځني ختیځ کې څه باندې ۱۰۰۰ سرتېري لري.
په افغانستان کې استرالیايي پوځیان د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي خواکونو ته روزنه ورکوي.
