د کروشیا پولیسو د ۶ کسانو په قاتل پسې لټون پیل کړی
پولیسو د پنجشنبې په ورځ د زاګریب ښار په جنوب کې یو اپارتمان کې شپږ جسدونه وموندل.
د فرانسې خبري اژانس وايي دا ټول کسان په ډزو وژل شوي وو.
د سرایوو د راډیو یو راپور وايي چې یوازې یو اووه میاشتنی ماشوم له دې ډزو ژوندی پاتې دی.
ویل کېږي چې نن د مشکوک کس د موندلو لپاره د کروشیا پولیسو ښار محاصره کړی او ټولې لارې او مهم پلونه یې تړلي دي.
