مسؤلین: طالبانو په پروان کې خلکو ته د انتخاباتو په اړه خبرداری ورکړی
په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مشر عبدالقاهر وهاب صافي ویلي چې وسله والو طالبانو په تېرو ټاکنو کې هم خلک له ګدونه منعه کړي وو، خو د هغوی ګواښ هېڅ ځای ونه نیوه.
د ازادي راډیو د خبریال په وینا، وسله والو طالبانو په پروان کې شب نامې اچولي او خبرداری یې ورکړی چې پر انتخاباتي مرکزونو به حملې وشي.
په پروان کې چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو جوګه دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه نېټه کېږي.
