د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته رسېدلې
افغان لوبډلې دغې سیالۍ لپاره يوه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې تمرینات کړي او ټاکل شوې چې په بنګله دېش کې هم يو لړ تیارۍ وکړي.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د بنګله دېش په کوربه توب د سپټمبر له پنځمې د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې ترسره کېږي.
دواړه هېوادونه له دې وړاندې په شل اوریزو او يو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي، خو په ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه کې بیا د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږي.
په دغه سفر کې انډي مولز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي او نوروز منګل او خالقداد نوري د توپ وهنې د رزونکو په توګه مله دي.
