افغان حکومت له طالب استازو د ازبکستان پر رسمي هرکلي نیوکه وکړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کې د وسله والو طالبانو یوه پلاوي ته پر رسمي هرکلي او له هغوی سره د ازبکستان د چارواکو د خبرو پر څرنګوالي اعتراض کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون د اګست په لسمه پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان د سولې لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی دی، خو د وسله والو طالبانو پلاوي ته د رسمي هرکلي او له هغوی سره د خبرو ډول دا نه څرګندوي چې ازبکستان د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابروي.
په دوحه کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د اګست په اومه نېټه پر ټوېتر خبر ورکړ چې د ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.
شاهین تر هغه یوه ورځ وروسته ولیکل چې ملا برادر او ملګرو یې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر سره د طالبانو او امریکا پر مذاکرو، د سولې پر پروسې او په افغانستان کې د ازبکستان پر پرمختیايي پروژو خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د خلکو د استازي په توګه دا فغانستان د دولت د رهبرۍ او مالکیت درناوی وکړي.