د غزني په قره باغ کې د اختر د خوشحالۍ ډزو یو ماشوم وژلی
د غزني د قره باغ په ولسوالۍ کې د اختر د خوشحالۍ ډزو یو ماشوم وژلی دی.
تېر ماسختن د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په جرکنه کلي کې یو ماشوم د اختر د خوشحالۍ په ډزو کې وژل شوی دی.
د دغه کلي اوسېدونکي محمد سالم سالمي د شنبې په ورځ ماسختن ناوخته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د حمزه په نوم ۷ کلن دغه ماشوم لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
دی زیاتوي، دغه ماشوم د شریف الله زوی او د لومړي ټولګي زده کوونکی و.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خوښیو د جشنونو او ځانګړو مراسمو د ډزو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.