جنوبي کوریا له امریکایي ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه ترسره کوي
شمالي کوریا ویلي چې دا ډول مانورې به د دغه هېواد او امریکا ترمنځ پر اټمي مسئله خبرې له خطر سره مخامخ کړي.
د جنوبي کوریا دفاع وزارت نن دوشنبه وویل چې دا مانورې به د جګړې په مهال له امریکا څخه د خپلو ځواکونو د عملیاتو د کنټرول د بېرته اخیستلو په برخه کې د جنوبي کوریا بالقوه وړتیاوې وازمايي.
د امریکا او جنوبي کوریا په اوسني امنیتي تړون کې ویل شوي چې د جنګ په صورت کې به امریکايي جنرال د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو ځواکونو قومانده په غاړه اخلي، خو جنوبي کوریا له ډېره وخته هڅه کوي چې په دې کې بدلون راوړل شي.
