د ترکیې ولسمشر د راتلونکې سې شنبې په ورځ روسیې ته ځي
اردوغان به په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
د ترکیې د ولسمشر دفتر پرون د اګست په درویشتمه مسکو ته د اردغان د سفر پلان اعلان کړ.
اردوغان او پوتین پرون ټيليفوني خبرې کړي او د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلي دي.
ولسمشر اردوغان په دې ټيليفوني مکالمه کې پوتین ته ویلي چې د بشار الاسد د ځواکونو عملیاتو چې مسکو یې ملاتړ کوي، په سوریه کې بشري ناورین او د ترکیې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
کرملین پرون وویل چې پوتین او اردغان موافقه کړې چې د سوریې په ادلب ولایت کې د امنیت د ښه کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
په ادلب کې د امنیت د خرابېدو او د جګړې د شدت له امله لسګونه زره کسان په وروستیو څو ورځو کې تېښتې ته اړ شوي دي.
