Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

کابل کې د یوې خبریالې پر کور د پولیسو 'حملې' ته د بشر حقونو څار بنسټ غبرګون

0
د جنوبي اسیا لپاره د بشر حقونو څار بنسټ مرستیالې پتریشیا ګاسمن، تازه ویلي چې په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو ورتلل، ټکان ورکوونکې ده.


د دې په خبره دا پېښه د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح له وروستۍ لیکنې، ډېره ټکان ورکوونکې ده.


په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو د حملې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، ښاغلي صالح د اکټوبر په ۲۲مه پر فېس‌بوک پاڼه لیکلي وو: "د پوليسو پر ضد ټولو شایعاتو ته له دې جملې دغې پېښې ته چې پولیس د قانون له مراعتولو پرته یوه کور ته ننوتي، رسېدنه کېږي او هر چا چې دغې شایعې ته لمن وهلې، باید ځواب ورکړي. له دولت سره همکاره اوسئ، له دولت سره ضدیت، د دولت پر ضد د شایعاتو خپرول او د بنسټونو بدنامول، له دښمن سره همکاري ده او باید ډډه ترې وشي."




اغلې ګاسمن د دغې لیکنې په غبرګون کې ویلي چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال د دې پر ځای چې د پولیسو کړه وڅېړي، پر شاکي کس انتقاد کوي.


خو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته وايي، د ښاغلي صالح د لیکنې هدف دا دی چې د دغې "مېرمنې" ادعا دې وارزول شي. که تور یې بې‌بنسټه وي، باید ځواب ورکړي.




د جنوبي لپاره د بشر حقونو د څار بنسټ مرستیاله د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وايي، د دغې ښځې پر کور د پولیسو حمله او د موسیقۍ غلي کول، د طالبانو له کړنو سره ورته دي، ځکه طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د موسیقي د خپرولو او اورېدلو اجازه نه‌ورکوله.


ګاسمن وویل: "دا واقعیت چې پولیسو هڅه کړې یو کور ته ننوځي او په یوه مېلمستیا کې موسیقي غلې کړي، هغه څه دي چې له طالبانو یې تمه کېږي نه له پولیسو."


او دې د دغې پېښې پر کره او هر اړخیزې څېړلو ټینګار کړی دی.



په ورته وخت کې طاهره رضايي چې مدعي شوې، د اکټوبر په ۱۵مه شپه پولیس د ۱۰مې حوزې له امر سره یوځای، له رسمي اجازې پرته د دې کور ته ننوتي وايي، په دغه شپه د حوزې یوه کارکوونکي ځان څارنوال وښود او بیا له پولیسو سره د دې کور ته ننوتل، ټول کور یې وپلټه او له مېلمنو یې تحقیقات وکړل.

دې ازادي راډیو ته وویل، پولیس‌یې کور ته له ننوتو وروسته، پرته له اجازې د دې او د مېلمنو عکسونه واخیستل او پر مېلمنو یې لاسلیکونه هم وکړل.


په ورته وخت کې د بشر حقونو څار بنسټ د طاهرې رضايي له خولې لیکلي چې پولیسو د کور د پلټلو پر مهال، پرته له اجازې د دې فلم اخیستی او ترې غوښتې یې دي چې په پاڼه کې دې ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې به مېلمستیاګانې نه‌کوي او موسیقي به په‌کې نه‌غږوي.


د رضايي په خبره، دغو پولیسو یوه مېلمنه ښځه هم وډبوله.


دغه خبریاله مدعي ده چې د دغې شپې د پېښې د چیغو او د پولیسو د ورتګ تصویرونه‌یې هم اخیستي او د اړتیا په صورت کې به‌یې خپاره کړي.


رضایي وايي، ځینو نړیوالو بنسټونو ته‌یې په دې اړه شکایت کړی او له دغو بنسټونو یې غوښتي چې د دې شکایت ته رسېدنه وکړي.


دې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له نړیوالو بنسټونو هیله کوم چې دغه قضیه په جدي او عادلانه توګه وارزوي. د لومړي مرستیال له لیکنې او د کورنیو چارو وزارت له بیانيې د ډار احساس کوم، له دې امله د نړیوالو بنسټونو همکاري غواړم."


وموغوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین نظر هم ولرو، خو ده له څه ویلو ډډه وکړه.


ښاغلي ارین مخکې له دې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د یوې ښځې ادعا چې ګواکې پولیس‌یې کور ته ننوتي، ارزول کېږي.




د کورنیو چارو وزارت د ویاند د لیکنې له مخې، لومړني نتایج ښيي چې د دغې ښځې د کور پلټل ، قانوني و او د څارنوال په شتون کې شوي دي.


ارین دا هم لیکلي، دغه پلټنه د سیمې د خلکو د وړاندیز له مخې شوې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net