چارواکي: بغلان کې ۱۸ وسلهوال طالبان ووژل شول
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې په یو لړ هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد یونس صمیمي وايي، په دې عملیاتو کې چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې وشول، ۱۵ نور وسلهوال طالبان ژوبل شوي دي.
دی همداراز وايي چې په دې ولسوالۍ کې ۲۵ کلي د دولت له وسلهوالو مخالفانو تصفیه شوي دي.
په بغلان کې د ازادي رادیو خبریال وايي چې طالبانو څو ورځې وړاندې پر دې ولسوالۍ له څو خواوو حملې پیل کړې وې.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.