امریکا ۸ تنه د چین له حکومت سره په همکارۍ او جاسوسۍ تورن کړل
د امریکا د عدلیې وزارت پرون (چهارشنبه) ۸ تنه د چین له حکومت سره په همکارۍ او جاسوسۍ تورن کړل.
د امریکا د عدلیې وزارت او «اېف بي ای» چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې تړاو ۵ تنه په نیویارک، نیوجرسي او کالیفورنیا کې د چین د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي.
ویل کېږي چې ۳ نور تورن کسان په چین کې دي.