د ایران د پارلمان مشر په کرونا ویروس اخته شوی
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په کرونا ویروس اخته شوی دی.
قالیباف نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ځانیې قرنطین کړی دی.
ده ویلي، د خپل قرنطین له ځای نه به کار ته دوام ورکوي.
په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وبا له کبله تر ټولو بد حالت لري.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۵۸۰ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳ زره مړه شوي دي.
ویل کېږي چې په کرونا د اخته شویو او له دې کبله د مړو شویو نارسمي شمېرې به څو برابره زیاتې وي.