ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړه کچه اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوامداره لوړه کچه اندېښنه ښودلې ده.
دې شورا پرون د افغانستان پر امنیتي وضعې په تېره بیا د ملکیانو په مرګژوبله باندې یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې د یادې شورا د دوره يي مشر واسیلي نابینزیا په حواله راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید جدي هڅې وشي.
د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې د کابل په یوه ښوونیز مرکز د څو ورځې مخکې ترهګریز برید غندلی او ویلي یې دي چې په عمدي ډول د ماشومانو او تعلیمي موسسو په نښه کول د نفرت وړ عمل دی او باید وغندل شي.
د کابل په لویدیځ کې تېره شنبه (د اکتوبر په۲۴ ) د کوثر په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې د داعش یا اسلام دولت ډلې له خوا بمي برید وشو چې پکې ۲۴ تنه اکثر زده کوونکي ووژل شول.