Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

ښوونځي ته د نجونو د تګ په موخه د ارزګانۍ ښوونکې هڅې

0
په ارزګان ولایت کې یوه ښوونکې توانېدلې چې سلګونه کورنۍ وهڅوي چې خپلي نجوني ښوونځۍ ته ولېږي.  


په مرکز ترینکوټ کې یوازینۍ ملالۍ ښځینه لېسه ده چې اوسمهال شاوخوا۹۰۰ زده کونکي په کې په زده کړو بوخت دي.  


دې لېسې ته شاوخوا ۱۷ کال وړاندې یوازې د ګوتو په شمېر نجونې د زده کړو لپاره تللي ځکه هغه وخت په دغه ولایت کې هېڅ ښځینه ښوونکې نه وه او یا نجونو ته نارینه ښوونکو تدریس ورکاوه.  




پوره ۱۷ کاله مخکې مهتاب محمدي په نوم د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې هڅې پیل کړې چې د ارزګان په مرکز کې د سیمې خلک قانع کړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.


مهتاب محمدي خپلې دغې مبارزې ته په ارزګان غوندې ټولنه چې د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې لاهم ۹۷ سلنه کورنۍ خپلې نجونې ښوونځۍ ته نه پرېږدي، هغه د ګوتو په شمېر نجونې چې ښوونځي ته تللي اوس یې سلګونو ته رسولي.  


دا وايي:  "زه اصلي د کندهار ولایت یم، زما  کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ګاونډي هېواد ایران کډواله شوه او زه مې پلار هلته ښوونځي ته واچولم څو کال مې ښوونځی وویل خو کله چې دا دولت جوړ شو نو موږ بېرته کندهار ته راغلو او ما د یوه ارزګاني سره واده وکړ خو کله چې ترینکوټ ته راغلم اوخپله لور مې ښوونځي ته ولېږله خو په ښوونځي کې ښځینه ښوونکې نه وه او نجوني کمې وې نو ما هم د کورنۍد مخالفتونو سره ښوونځي ته لاړم او هتله مې نجونو ته زده کړه پیل کړه نو وروسته زیات شمېر کورنیو خپلې نجونې ښوونځي ته پرېښولې." 


مهتاب محمدي په یاده لیسه کې د ښوونکي ترڅنګ اوس د یادې لېسې د امریت چارې هم له تېر یونیم کال راهیسې مخې ته وړي.  


د معلوماتو له مخي د د دې لېسې څخه د پیل څخه تر دامهال تر ۸۰ زیاتې نجونې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي چې اوسمهال یو شمېر قابله ګانې او نرسانې دي، یو شمېر په موسساتو کې کار کوي او یو شمېر نوري اوس په یاد لیسه کې د ښوونکي په صفت دنده لري.  


مسکا عرفان د لومړنیو زده کونکو څخه ده چې اوسمهال په ملالۍ لېسه کې د مهتاب په څېر له تېرو ۷ کلنو راهیسې  زده کونکو تدریس کوي.  




دا وايي:  "ما ډېر ارمان لاره چې ښوونځی ووایم خو کورنۍ مې اجازه نه راکوله چې ښوونځي ته لاړه شم، ځکه په ښوونځي کې ښځينه ښوونکې نه وه خو کله چې مهتاب محمدي ښوونځي ته د ښوونکې په صفت راغله نو سمدستي یو کال وروسته ماته کورنۍ ښوونځي ته د تګ اجازه راکړه او ارمان مې پوره شو چې پر زړه مې لرلې."


مسکا وايي، د مهتاب په څېر د نور نجونو په پر زړونو چې د زده کړو ارمانونه پوره کړي.  


د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ټولنیزو محتدويتونو له کبله ۹۷ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او یوازې ۳ سلنه نجونې زده کړې کوي.  


د پوهني رئیس مېرزا محمد سالاري وايي، اوسمهال په ارزګان ولایت کې ۱۳۶۱ ښوونکي ګمارل شوي چې ۱۴۵ يې ښځینه ښوونکي دي.  


نوموړی زياته وي چې په دغه ولايت کې دا مهال د ۱۶۹ فعاله ښوونځيو له ډلې څخه ۱۸ ښځينه ښوونځي فعاله دي چې ۸ لومړني ښوونځي، ۴ منځني ښوونځي او ۶ لېسې دي.  


په دغه ولايت کې لسګونه ښوونځي د جګړو له امله هم د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.


خو مهتاب محمدي په دغه ولایت کې د ښوونکې ترڅنګ د ښځو یو شبکه هم جوړ کړې چې د نجونو  د زده کړو او د ښځو د حقونو لپاره هڅې کوي.  





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net