د فرانسوي او عراقي چاراکو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت خبرې کړي
د مکرون د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د اکتوبر په نولسمه په پاریس سره وکتل.
مکرون تېره میاشت له عراق څخه د کتنې په مهال د دې هېواد د خپلواکۍ ملاتړ کړی او ویلي یې و چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال او د عراق په چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه هغه اساسي ستونزې دي چې بغداد ورسره مخامخ دی.
دغه راز ویل شوي چې دواړو مشرانو د یوه فرانسوي شرکت د هغې طرحې ستاینه وکړه چې په بغداد کې د مترو د جوړولو لپاره یې وړاندې کړې ده.
کاظمي چې د روان کال په مې میاشت کې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، حکومت یې ژمنه کړې چې هغه وسله والو ډلې به چې د عراق د بې ثباته کولو هڅې کوي، وځپي.
