Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

کندهار کې د کورنیو تولیداتو پرمخ خنډونه کوم دي؟

0
د برېښنا نشتوالی، ناامني او اداري فساد کندهار کې د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي.


د کندهار صنعتکاران او سوداګر وايي، دغه ستونزې د دې لامل شوې چې له شااوخوا ۲۷۳ فابریکو څخه یې ۴۳ فابریکې وتړل شي او دغه راز د کورنيو تولیداتو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو تولیدات وده وکړي.


ګل نواز شیواني افغان سوداګر دی چې د کندهار په صنعتي پارک کې د پایپونو فابریکه لري.


هغه وايي، کله چې برېښنا وي ۱۳۰ کارکوونکي او چې برېښنا نه‌وي یوازې ۳۰ کارکوونکي ورسره کار کوي.


ښاغلی شینواني پنځه کاله مخکې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د پایپ جوړلو په دې فابریکې پانګونه وکړه، خو چارې یې هسې چې هېله‌یې درلوده په نه ولاړې.


هغه وویل: "اوله ستونزه زموږ د برېښنا نشتون دی، دوهمه ستونزه د شرعي قبالو نشتون دی، درېیمه ستونزه مو دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد دی، څلورمه ستونزه مو د زیربنا نشتوالی، پنځمه ستونزه مو امنیت دی."


د شینواني په وینا افغانانو سره پیسې او فکر شته او که فرصتونه ورته برابره شي، به بېلابېلو برخو کې افغانستان په کور بسیا کولی شي.


د برېښنا او ناامني ترڅنګ د کورنيو تولیداتو لپاره د يوه باثباته مارکېټ نشتوالي هم پر کورنیو تولیداتو ناوړه اغېز کړی.


د کندهار یو صنعتکار خلیل‌الرحمن وايي: "مهمه خبره د بازار ده موږ تولیدات لرو خو خرڅلاو نه‌لرو په هغه اندازه چې موږ تولیدات لرو په نیمه اندازه یې فروشات نه لرو."


دا افغان صنعت کاران وايي، له بهر په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه په واریدونکو توکیو د ګمرکي محصول کموالی یو له هغو لاملونو څخه دی چې د کورنیو تولیداتو بازار یې خراب کړی.


یو بل صنعت کار عطا محمد د برېښنا تر نشتوالي وروسته دا خپله دویمه ستونزه بولي.


دی وویل: "دوهمه ستونزه مو دا ده چې هغه څه موږ خپل لرو، په مقابل کې یې واردات را روان دي او ګمرکي تعرفې هم پرې نه لوړېږي."




کندهار کې دا مهال ۱۶۸ فابریکې فعالې او ۴۳ نورې غیر فعالې دي.


د کندهار د صنایعو خونې مرستیال نعمت‌الله نعمت وايي، ډېر خلک شته چې پانګونې ته چمتو دي خو شرایط ورته برابر نه‌دي.


نوموړي زیاته کړه: "موږ د برېښنا د کمبود سره مخ یوو، موږ ته چې کومه برېښنا راکول شوې په کافي اندازه نه‌ده، تر ۸۰ ډېر مراجعین اوس هم لرو چې غواړي پانګونه وکړي، متاسفانه په دا یوه لسیزه کې په کندهار کې یو متر مځکه نه‌ده وېشل شوې، او دا ستونزه همداسې پاتې ده، خلک په دویم لاس یا پر درېیم لاس په تور بازار کې مځکه رانیسي، ولې صنعت ته باید ځمکه ورنه کول شي."


د کندهار والي حیات الله حیات د صنعتکارانو ستونزې تاییدوي او وايي چې د ځمکې د کمښت په برخه د صنعتکارانو لپاره په دامان ولسوالۍ کې پر ۹۵۰ جریبه مځکه نوی ښارګوټی جوړېږي.


ښاغلي حیات د برېښنا ستونزو ته په اشارې وايي چې کندهار ته د وارداتي برېښنا په راتګ سره او د سولري برېښنا د تخنیکي وسایلو په رارسېدو سره به د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هم حل شي.


دی وویل: "ماشینري يې کابل ته رارسېدلي کېدای شي په دا دوو اوونۍ کې راشي چې هغه نصب شي، که خدای کول د لمریزي برېښنا نه چې هغه د صنعتي ښارکوټي لپاره ځانګړې ده اکثریت برخه ورکول کېږي، دا ستونزه یې هواریږي، ناامني متاسفانه یوازې صنعتي ښارګوټي کې نه بلکې په ټول ولایت کې شته، موږ کوښښ کوو چې د صنعتي ښار ګوټي د دې نوې سروې او یا د تصفیي په حساب باندې چې یوازې د دې مرز معلوم کړو موږ حتی دې ته لېواله یوو چې د دې نه دېوال تاو کړو څو د دوی امنیت خوندي شي."




کندهار د صنعتي فابریکو په شمول شااوخوا یو نیم سل مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس یوازې د هلمند له کجکې څخه ۱۸ میګاواټه برېښنا تر لاسه کوي، چې هغه هم وخت په وخت په معلومو او نامعلومو سببونو پارچاوېږي.


دغه راز ۱۵ مېګاواټه برېښنا په دامان ولسوالۍ کې د سولري پاور پلانټ څخه تر لاسه کېږي چې د تخنیکي وسایلو د نشتوالي له خاطره ډېر کله فعالیت نه‌شي کولی.


د غزني څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د انتقال چارې هم چې دوه کاله مخکې پیل شوې د کرونا وبا د خپرېدو سره په ټپه درېدلي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net