Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

0
نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د پخواني قوماندان رحمت الله اندړ په اړه چې اوس د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند دی، یو مطلب خپور کړی دی.


په مطلب کې راغلي دي چې ښاغلي اندړ یو وخت د افغان حکومت پر ضد جګړه کوله، وروسته یې د حکومت ملاتړ ته مخه کړه او اوس مهال د حکومت د یوه مهم بنسټ ویاند دی.


ورځپاڼه لیکي، د اندړ کیسه په حقیقت کې د افغانستان د اوږدې جګړې د پېچلتیا ښکارندویي کوي.


مولوي رحمت الله اندړ سږکال د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه د ملي امنیت د شورا د ویاند په توګه وګومارل شو.


نوموړی دوه ماسټرۍ لري او په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.


د نیویارک ټایمز په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د ځانګړو عملیاتي ځواکونو یوې ډلې مولوي اندړ په غزني ولایت کې د شپنیو عملیاتو پرمهال په خپل کور کې ونیوه او نوموړي دوه کاله د بګرام په زندان کې تېر کړل.


ورځپاڼه د مطلب دوام لیکي له مولوي اندړ سره د مرکې پر بنسټ لیکي چې په ۲۰۱۲ کال کې نوموړی له لومړنیو قوماندانانو څخه و،چې د طالبانو پرضد یې جګړه پیل کړه او په همدې وخت کې د هغه ۷۵ کلن پلار، یو ورور او دوه د تره زامن د طالبانو په انتقامي حملو کې ووژل شول.


نیویارک ټایمز زیاتوي چې اندړ د اوږدې ږیرې او اوږدو څڼو په خاطر ښايي اوس هم په څېره کې طالبانو ته ورته وي خو نوموړی اوس مهال ټینګار کوي چې که څوک پر ده د طالبانو د قوماندان ګومان وکړي نو دا ځان ته سپکاوی بولي.


دی وايي، غواړي د داسې یوه انسان نښه وي چې دا ثابته کړای شي چې د تقوا ټېکه داران وسله وال نه دي.


نیویارک ټایمز د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه د ښاغلي اندړ ټاکنه طالبانو ته د افغان حکومت پیغام دی چې دا حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي او وايي په کافی اندازه اسلامي نه دی.


ورځپاڼه وړاندې لیکي، د رحمت الله اندړ دنده داسې ده چې باید له امریکايي او افغان پوځیانو سره له نږدې کار وکړي.


ښاغلي اندړ د نیویارک ټایمز دې پوښتنې ته چې آیا افغان او امریکايي سرتېري یې هغه مهال چې طالب قوماندان و، وژلي دي کنه په ځواب کې ویلي چې دی په جګړه کې و، او په جګړو کې تل تلفات هم وي.



مېل آنلاین


مېل آنلاین خپرونې د هغې سپین سرې مور په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې زوی یې لاهم د امریکا په ګوانتانامو زندان کې دی او دا ورته سترګې په لاره ده.


خپرونه لیکي چې له ګوانتانامو څخه د جګپوړو طالب مشرانو په ګډون سلګونه بندیان خلاص شول خو اسدالله هارون چې جرم یې هېڅکله هم ثابت نه شو، لاهم هلته بندي دی.


د هارون مور سحر بي بي چې له ۱۳ کلونو راهیسې د خپل زوی د خوشې کېدو په تمه ده ویلي دي چې د دې درد ته د هېچا پام نه دی.


هغه زیاتوي چې د زوی حبس دا بې حوصلې کړې ده او فکر کوي چې نور یې نو فکر سم کار نه کوي.


د مېل آنلاین د راپور له مخې اسدالله هارون د جلال آباد او پېښور ترمنځ د شاتو تجارت کاوه او په ۲۰۰۶ کال کې په هغه ځای کې ونیول شو چې د ده د کورنۍ د غړو په وینا د وسله والو د نیولو لپاره د نقدي جایزې د ترلاسه کولو دام و.


امریکايي چارواکو ویلي چې هارون د حزب اسلامي قوماندان او د القاعده شبکې ارتباطي کس و.


خو د نوموړي کورنۍ، مدافع وکیل او خپلوان دا ادعا ردوي او وایي چې هغه له القاعده شبکې سره هېڅ اړیکې نه لرل.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net