نامعلومو وسله والو خيبرپښتونخوا کې د ناټو څلور پوځي موټر سوځولي
چارواکو ویلي، د خیبر په باړه کې شوې دغې پېښه کې څلور پوځي موټر سوځېدلي دي.
عیني شاهدانو او پولیسو ویلي، نن هلته نا معلومو وسله والو لومړی دغه ټېلر و درول، ډزې یې پرې وکړې او اور یې واچوه.
هلته ژغورونکو ډلو ویلي چې اور یې مړ کړی او د عاملینو د نیولو عملیات یې پيل کړي دي.
