کلو او بانډو کې د مشرانو فیصلې د ستونزو د حل په منظور څومره ګټورې دي؟
د ازادي راډیو د "کور کلي" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛
په کلو او ښارونو کې د سپین ږیرو فیصلې څومره مفیدې تمامې شوې دي؟
داسې هم کېدای شي چې د کلي د سپین ږیرو فیصلې ښې پایلې ونهلري ؟
او څنګه کولای شو چې په کارونو کې ښه مشوره ترسره شي؟
د دې موضوع د راسپړلو په منظور د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او له یو مخور سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې ده.
د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: