کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرو ۲ اوونیو کې ۵۷۵ بریدونه کړي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو تېرو دووه اوونیو کې ۵۷۵ یرغلیز بریدونه کړي دي.
د وزارت ویاند طارق ارین په یوه بیان کې ویلي، په دغو بریدونو کې ۲۵۱ ملکیان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې تر اوسه خپلواکو سرچینو نهدي تأیید کړي.
طالبانو بیا له دې وړاندې ویلي چې یرغلیز بریدونه نهکوي او دوی دفاعي حالت کې دي.