کونړ کې چاودنې ۵ ملکیان وژلي
د کونړ اسمار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې پنځه ملګي وګړي ووژل.
د والي وياند عبدالغني مصمم ازادي راديو ته وويل، پېښه نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰ بجې شوې ده.
ښاغلی مصمم زیاتوي: "د اسمار ولسوالۍ د میګو کڅ په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا یو ماین ځای پر ځای شوی و چې ولسي وګړي پرې برابر شوي دي، چاودنه کې پنځه ولسي وګړي په شهادت رسېدلي."
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د يادې چاودنې مسؤليت په غاړه نهدى اخیستى.