کابل کې له توغندیو ډک یو موټر نیول شوی
کابل کې د چارواکو په وینا له توغندیو ډک یو کورولا ډوله موټر نیولی شوی دی.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر ښار ته پر لار قره باغ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
د دغه موټر او توغندیو انځورونه هم رسنیو ته لیږل شوي دي، خو خبر لا خپلواکو سرچینو نهدی تأیید کړی.