د افغانستان د فوټبال غوره لیګ؛ نن میوند اتلان او عقابان هندوکش لوبډلې سیالۍ کوي
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن (جمعه) میوند اتلان او عقابان هندوکش لوبډلې مخامخ کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، که میوند اتلان د ۷ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي، د سیمرغالبرز په ځای به له لومړي ګروپه د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته بریالۍ شي.
خو داسې ښکاري چې د البرز چانس ډېر دی.
د پرون ماښام په سیالۍ کې اباسین څپې لوبډلې د امو څپو ته درې پر یو ماته ورکړه.