د ارمنستان ولسمشر خپل د ملي امنیت د خدماتو ادارې مشر له دندې ګوښه کړ
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د نګورنو قرهباغ د لانجمنې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړه لاهم روانه ده.
ولسمشر سرکیسیان د ملي امنیت ادارې د مشر ارګیشتي کیارامیان د لیرې کېدو په فرمان کې چې نن د اکټوبر په اتمهیې لاسلیک کړ، ویلي چې دا پرېکړه د صدراعظم نیکول پاشینیان د غوښتنې په اساس شوې ده، خو د دې پرېکړې د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.
