هرات کې د وچې مېوې د ډلبندۍ لپاره ۶ شرکتونه تجهیز شول
په دغو پروسس شرکتونو کې د زعفرانو، پستې، تورې او سپینې زیرې د بستهبندۍ شرکتونه شامل دي چې د مرستندویو بنسټونو د ملګرو ملتونو د کرنې سازمان لهخوا تجهیز او تمویلېږي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت په تېر یو کال کې د هغو کارخانو د تجهیز برخه کې چې د افغانستان تولیدات بستهبندي کوي، له ۲۰۰ میلیونو افغانیو زیات لګښت کړی دی.
ښاغلی رستمي وايي، وروسته له دې دا کارخانې کولای شي خپل تولیدات هند، پاکستان، اماراتو، عراق او ایران هېوادونو ته په مناسب قیمت صادر کړي.
