د مایک پنس او کامالا هرېس مناظره کې نرمې خبرې وشوې
په دې مناظره کې چې د کرونا له وبا نیولې، تر روغتيايي خدماتو، اقتصاد او بهرنۍ پالېسۍ پورې بېلابېل مسایل مطرح شول د جمهوريپالو کاندید مایک پنس او د ډیموکراتانو کاندیدې کامالا هرېس له هغو ترخو خبرو ډډه وکړه چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن په مناظره کې وشوې.
د تېرې اوونۍ د مناظرې برعکس، مېرمن هرېس او ښاغلي پنس ډېر صمیمي و، کم پېښېدل چې د یو بل خبره ونیسي او د یو بل د نوم له اخیستو یې ډډه کوله.
