عدم تشدد او پښتانه ځوانان
د ځوانانو غږ خپرونه کې مېلمانه وايي، په تېرو وختونو کې څومره کار په پښتنه ځمکه د عدم تشدد لپاره شوی نو هغه په نړۍ کې هېچرته نه دی شوی خو د دې باوجود دا ځمکه له ډېر وخت راهيسې د تشدد لپاره کارول کيږي او د سيمې ځوانان اوس هم د جنګ خشاک جوړيږي.