'په وینو لړلې لمن به د عدم تشدد په اوبو پاکېږي'
له تېرو څلوېښتو کلونو چې په افغانستان کې څومره جنګونه شوي نو موږ خپله ونډه جنګونه کړي دي. موږ نور باید جنګ خلاص کړو او عدم تشدد خپل کړو. د ټول انسانیت لپاره عموما او د پښتنو لپاره خصوصا د عدم تشدد تعلیم پکار دی ، دا باید زموږ د تعلیم برخه وي.