Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

سپاه پاسداران: ایران نږدې ۲۰ میلیارده ډالر سیمه کې په لانجمنو سیاسي هدفونو لګولي

0
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو مرستیال قوماندان د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ایران نږدې ۲۰ میلیارده ډالر په سیمه کې په لانجمنو سیاسي هدفونو کې د خپلو ګټو په خوندي کولو لګولي دي.


علي فدوي د سپټمبر په ۲۶مه افق ټلوېزیون ته څرګنده کړه، ایران له عراق سره د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو د جګړې پر مهال ۱۹،۶ میلیارده ډالر مصرف کړي وو، خو د ایران پر سیمه‌ییزه تګلاره لکه له نیابتي وسله‌والو او پوځ سره د سوریې، عراق او یمن په څېر هېوادونو کې تر دې لږ کمې مصرف شوې دي.


فدوي زیاته کړه چې د دومره لګښت په پرتله ایران په سیمه کې لږ څه ترلاسه کړي، خو په پیل کې د ده په وینا د مقاومت پر جبهه ډېر لږ لګښت راغی او نتیجه‌یې هم د پام وړ وه.


په ګاونډیو هېوادو کې د رژیمونو او ډلو ټپلو په ملاتړ د ایران د لګښتونو دا شمېرې چې سپاه پاسداران انقلاب‌یې بیانوي تر هغو ډېرې کمې دي چې نورو سرچینو یادې کړې دي.




مثلاً د ایران پارلمان د غړي حشمت‌الله فلاحت‌پیشه په وینا په مې میاشت کې خبر ورکړل شو چې ایران ښایي د ۲۰ او ۳۰ میلیارده ډالرو ترمنځ د سوریې پر جګړه لګولي وي.


دا ممکنه نه‌ده چې دا لګښتونه تأیید شي، ځکه چې ایران نه‌غواړي په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا او د خپل سیال سعودي عربستان لپاره د دې لګښتونو دقیقې شمېرې اعلان کړي.


ایران د لبنان د حزب‌الله ډلې په ګډون د یو شمېر وسله‌والو ملاتړ کوي چې د ایران دننه‌یې خلک غصه کړي دي، په تېره بیا چې د اقتصادي چارو د ناسم مدیریت او د امریکا د بندیزونو له امله د ایران د پیسو ارزښت ډېر کم شوی او په دې هېواد کې خوراکي توکي خورا ګران شوي دي.


په ایران کې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې اعتراض کوونکو دا شعارونه ورکول چې سوریه پرېږدئ، موږ ته فکر وکړئ، غزه پرېږدئ، لبنان پرېږدئ.


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د انتقاد یو ټکی همدا دی چې په تهران کې واکمن مذهبي مشران د ایران د ولس سرچینې غلا کوي، په دې پيسو په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او بې‌ثباتي پيدا کوي.




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال کې وویل، د ایران رژیم له ۲۰۱۲ کال راپه دې خوا ۱۶ میلیارده ډالر پر دې لګولي چې د اسد د رژیم ملاتړ وکړي او په سوریه، عراق او یمن کې د خپلو شریکانو او نیابتي جګړه کوونکو ملاتړ وکړي.


په دې راپور کې همداراز راغلي چې ایران هر کال ۷۰۰ میلیونه ډالر په لبنان کې حزب‌الله ډلې ته او ۱۰۰ میلیونه ډالر هر کال په فسلطین کې د حماس او اسلامي جهاد په څېر ډلو ته ورکوي.


کله چې له فدوي څخه د اعتراض کوونکو د شعارونو پوښتنه وشوه چې په سیمه کې له نورو سره پر مرستې نیوکې کوي، ده وویل د هغو بریاوو په وړاندې چې ایران‌یې په خپلو سیاستونو ترلاسه کوي دا خبرې مهمې نه‌دي.


بل لور ته د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د پوځي چارو سلاکار جنرال رحیم یحیی صفوي چې یو وخت د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان هم و، ویلي دي چې ایران به د هر اسلامي او غیر اسلامي هېواد ملاتړ وکړي که چېرته له ایرانه د مرستې غوښتنه کوي، خو دی زیاتوي چې ایران به بیا بېرته له دغو هېوادونو خپلې پیسې اخلي.


داسې باور کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب پخوانی مشر قاسم سلیماني چې د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو په سیمه کې د ایران د عملیاتو په پراختیا کې لوی لاس درلود.




 


د خامنه‌اي د پوځي چارو سلاکار صفوي د سپټمبر په ۲۷مه د ایران له نیمه دولتي اژانس مهر سره په مرکه کې وویل، هره مرسته چې مو له عراقیانو سره کړې ده بېرته مو له دوی څخه نقد ډالر اخیستي دي. ده زیاته کړه چې له سوریې سره‌یې هم د پیسو د بېرته اخیستو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی، خو ده وویل چې پرته له څه شکه چې روسیه په سوریه کې تر ایران ډېره ګټه کوي.


صفوي تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې ایران ونزوئلا ته تېل صادروي او په مقابل کې یې سره زر ترلاسه کوي.


د ایران او ونزوئلا اړیکې ډېر ښه دي ځکه چې دواړه له واشنګټن سره ستونزې لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net