کرونا ویروس د افغانستان برښنا شرکت پر عوایدو هم منفي اغېز وکړ
د یاد شرکت مسؤلین وايي، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له امله، د دوی ورځني عواید له شااوخوا ۸۰ میلیونو افغانیو څخه څه کم ۲۰ میلیونو افغانیو ته راټیت شوي دي.
د یاد شرکت مسؤلین وايي، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له امله، د دوی ورځني عواید له شااوخوا ۸۰ میلیونو افغانیو څخه څه کم ۲۰ میلیونو افغانیو ته راټیت شوي دي.
د تخار امنیتي چارواکي وايي، افغان ګډو ځواکونو د تخار–کندز لویې لارې په اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د پامیر ۴۱۳ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي دي. دوی زیاتوي چې دغه روان تصفیوي عملیات د دې ولایت نورو ناامنو سیمو او ولسوالیو ته هم غځول کېږي. د تخار اوسېدونکي د دولت له دې اقدام څخه هرکلی کوي او دغهراز ټېنګار کوي چې د تصفیه شویو سیمو امنیت ته هم باید جدي پاملرنه وشي. بلهخوا د نوموړي ولایت ولایتي شورا بیا وايي، سره له دې چې له تېرکال راهیسې د دې ولایت په ناامنه سیمو او ولسوالیو کې... Читать дальше...
د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر یو لک او شپیتو زرو ته ورسېد.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دې هېواد په ۱۲ ولایتونو کې سړې خونې جوړوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په یوې سړې خونې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړېږي. نوموړی وايي چې په میدان وردګ، فاریاب، کاپیسا او تخار ولایتونو کې د دغه سړو خونو د جوړېدو کارونه پیل شوي او په راتلونکو ورځو کې به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي. هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې چې نن د یوې لويې سړې خونې کار په پکتیا کې پیل شي، په دې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي... Читать дальше...
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که د افغانستان د صادراتو وضعیت د اوس په شان دوام پیدا کړي، نو په روان کال کې به یو میلیارد ډالره زیان وکړي. د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال افغانستان د هرات او مزار شریف له لارو ډېر کم صادرات لري او نورې ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د افغان صادراتو پر مخ تړل شوې دي. هغه زیاته کړه: "خو که چېرې روان کال صادرات په همدې ډول چې اوس دي دوام پیدا کړي، نو لږترلږه یو... Читать дальше...
سرمقاله لیکونکي د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمی له قوله لیکلي دي چې ډېر ژر به د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا جوړه شي او په خپل کار به پیل وکړي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر سرهیې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. خلیلزاد پرون د اپرېل په ۱۸مه، د ټويټونو په یوه لړۍ کې ویلي چې دواړو پر دې خبرې کړي چې په افغانستان کې سیاسي کړکېچ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د افغانستان حکومت او طالبان باید د زندانیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي، تشدد باید کم شي او د افغانانو ترمنځ باید خبرې پیل شي. خلیلزاد همداراز د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان... Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
د چک جمهوریت پوځیانو په بګرام کې د نړیوالو ائتلافي قواوو له پوځي هوايي اډې د ګزمې مأموریت پاي ته ورساوه. د دې هېواد د دفاع وزارت یوې ویاندې مګدلینا دوژاکوا په چک جمهوریت کې خپلواک خبري اژانس 'سي،ت،ک' ته ویلي چې مارچ میاشت د بګرام د هوايي پوځي اډې د مأموریت وروستۍ میاشت وه او د دې مأموریت لپاره پوځي وسایل د جمعې په ورځ چک جمهوریت ته ورسېدل. خو دوژاکوا ویلي چې د چک جمهوریت پوځیان په افغانستان کې حضور لري، یو شمېر ډاکترانیې په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په یوه روغتون کې کار کوي او د افغانستان د... Читать дальше...
د چک جمهوریت د روغتیا وزارت پرون د اپرېل په ۱۸مه، وویل چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په دې هېواد کې ۶۵۵۳ ته لوړ شوی او ۱۷۶ تنه د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د چک جمهوریت حکومت همدا راز یو پلان اعلان کړ چې پر اساس به یې هغه بندیزونه نرم شي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو. خو د بندیزونو د نرمېدو پلان به یوازې هغه وخت عملي کېږي چې روغتیاپالان تائید کړي چې وبا تر کنټرول لاندې شوې او وضعیت ثبات موندلی دی. د دې پلان له مخې به کوچني دوکانونه د اپرېل په ۲۰مه پرانېستل... Читать дальше...
روسیه او د ختیځې اروپا هغه هېوادونه چې د ارتودوکسې کلیسا پيروان دي، نن د اپرېل په ۱۹مه، د ایستر مذهبي جشن لمانځي. د ایستر یک شنبه په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ټوله نړۍ کې بندیزونه لګېدلي، لمانځل کېږي له دې کبله به مذهبي مراسم هم له پخوا سره توپیر لري. د نړۍ د ۳۰۰ میلیونه ارتودوکسو مسیحیانو لپاره ایستر له ډېرو مهمو مذهبي مراسمو دی. د ارتودوکسو مسیحیانو د کلیسا مشر په خپلو پیروانو غږ کړی چې هر چېرته چې اوسېږي د خپلو حکومتونو امر ته پام وکړي او هغه بندیزونه دې تر پښو نه... Читать дальше...
په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د اقتصادي فشار د کمولو لپاره دولتونه د بندیزونو پر نرمولو غور کوي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې وبا د مهار لپاره دولتي ادارې تر ډېره حده بندې دي، سوداګریزې چارې او نړیوال تجارت تقریباً په ټپه ولاړ دی. د هغو رپوتونو پر اساس چې پرون د اپرېل په ۱۸مه، خپاره شول ویل کېږي چې په ټوله نړۍ کې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د جرمني، کاناډا، برازیل او ایټالیا په ګډون د نړۍ د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یو ګډ بیان خپور کړ او غوښتنه... Читать дальше...
د هرات عامې روغتیا ریاست په کرونا ویروس د اخته وګړو د موندلو او د پولیو ضد واکسین د رسولو لپاره خپلو مأمورینو ته موټرسایکل واخیستل. تمنا پرون د اپرېل په ۱۸مه په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل کارکوونکي بهیې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته وګړو د موندلو لپاره ولسوالۍ په ولسوالۍ وګرځي. عبدالحکیم تمنا وویل: "موږ ۴۲ موټرسایکل خپلو روغتیايي کارکوونکو او واکسیناتورانو ته واخیستل ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغان پیدا کړي، په خلکو کې د کرونا ویروس په اړه معلومات خپاره کړي او ترڅنګیې ولسوالیو ته د پولیو ضد څاڅکي ورورسوي. Читать дальше...
د سعودي عربستان ستر مفتي الشیخ عبدالعزیز ال الشیخ د روژې په میاشت کې له خلکو غوښتې دي چې تراویح په کورونو کې وکړي.
یوه ډله د شګو چاڼولو لپاره له شمالي ولایتونو کونړ ته راغلي او د کونړ په سیند کې د سرو زور په پیدا کولو بوخت دي. روح الله انوري یې په اړه دا راپور چمتو کړی:
دغه مسافر له هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کندهار ته راځي. چارواکي وايي، په ژړۍ ولسوالۍ کې یې د قرنطین یو کېمپ جوړ کړی. صادق رښتینی د کندهارژړۍ ولسوالۍ ته تللی او په اړه یېدا ویډیويي راپور برابر کړی:
د ایران حکومت پرون د اپرېل په ۱۸مه، په پلازمېنه تهران او شاوخوا ښارونو کې دولتي ادارو او ځینو سوداګریزو شرکتونو او کوچنیو سوداګرو ته د کار اجازه ورکړه.
پیري مایدن پر ټویټر په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې یې د افغانستان د سولې پر بهیر او د کرونا د وبا له امله پر پېښ وضعیت خبرې کړې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.