ټرمپ: په دریو پړاوونو کې د امریکا اقتصادي چارې بیا پیلېږي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په امریکا کې به کاروبار او اقتصادي چارې په دریو بېلابېلو پړاوونو کې بیا پيل شي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په امریکا کې به کاروبار او اقتصادي چارې په دریو بېلابېلو پړاوونو کې بیا پيل شي.
د باګرام هوايي ډګر پر افغان کارګرانو یو وسله وال برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. په پروان کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي ازادي راډیو ته پېښه تائید کړې او ویلې یې دي، تېره شپه لس بجې دا کارګران د هوايي دګر دریمې دروازې ته د خپلې دندې لپاره روان وو چې پر موټر یې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا برید شوی دی. د سرچینې په وینا په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي. ښاغلي الوزي د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه وویل، ټول افغانان وو او ډیر د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وو. Читать дальше...
په روسیه کې د کوچني تجارتونو سوداګر وايي چې د کورونا یروس د خپرېدو له کبله دوی ته د اووښتي مالي زیان په برخه کې دولت د مرستو ژمنه نه ده عملي شوې. د پیسو نړیوال صندوق د اپرېل په څوارلسمه نېټه اټکل وکړ چې د روسیې اقتصاد به سږ کال پنځه فیصده رکود وکړي. ملالۍ بشير د راپور جزیات وړاندي کوي.
د لغمان چارواکو تائید کړه چې تېره ورځ په دغه ولایت کې طالبانو ۲۰ تنه زندانیان ازاد کړي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه زندانیان له بنده خوشې کړي خو په خبره یې، معلومه نه ده چې خوشې شوي زندانیان حکومتي کسان دي او که ملکي. دی وایي، څېړنې روانې دي څو معلومه کړي چې خوشې شوي زندانیان څوک دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نا تائید شویو راپورونو د ځينو سرچینو له قوله ویلي وو چې طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه بندیان چې په جکومت پورې اړه لري، خوشې کړي دي. Читать дальше...
حکومتونه او د ټکنالوژۍ لویې کمپنۍ په دې هڅه کې دي چې د ځیرکو ټېلېفونونو پر مټ د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. دوی د دې سیستم له لارې په کرونا اخته کسانو نه پوښتي چې نور کوم کسان دوی سره نژدې پاتې شوي. دغه اپلېکېشنونه دا وړتیا هم لري چې نورو کسانو ته په هغه صورت کې خبرداری ورکړی چې په کرونا اخته کسانو یا هغې سیمې ته نژدې کېږي چې دا ویروس په کې دی. دا کار د بلوتوت او یا هم د جي پي ایس په مټ کېږي. که څه هم داسې نیوکې شته چې له دې سیستم سره د مبایل ټېلېفونونو د کاروونکو شخصي معلومات یا پرایویسي... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په تورخم ښارګوټي کې د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې په پېښه کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام د تورخم د ګمرک د مدیریت په خروجي دروازه کې وشوه. ښاغلی خوږیاڼی وايي چې د پېښې قربانیان په یوه کورولا موټر کې سپاره و، چې ماین پرې وچاودېد. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د هېواد په شمال کې دېره شاهین قول اردو د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د ۷ وسله والو طالبان د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل دا کسان پرون- پنجشنبې هغه مهال ووژل شول چې پر افغان ځواکونو یې وسله وال برید وکړ. هغه زیاته کړه: "زموږ هوايي ځواک اقدام وکړ او د دښمن څو موقعیتونه د هوايي او ځمکنیو حملو په وسیله په نښه شول چې په پایله کې یې ۷ تنه طالب تروریستان مړه او ۱۱ نور ټپیان شول، د دښمن یو هایلکس موټر له بېلابېلو مهماتو سره د افغان ځواکونو... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بریا د ۷۵ کلیزې په مناسبت د جشن د ځنډېدو امر کړی. پوتین پرون د اپریل په ۱۶مه نېټه په یوه امنیتي غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د مسکو په سره ډګر کې د مې د نهمې په مناسبت د پراخ پوځي پریډ په ګډون ټول مراسم دې تر بلې خبرتیا وځنډېږي. ولسمشر پوتین وویل د دې مراسمو لپاره تیاری باید له اوسه نیول شوې وای په داسې حال کې چې په روسیه کې د دې وبا اوج تر اوسه نه دی تېر شوی خو هغه په عین... Читать дальше...
د تاجکستان یوې محکمې پرون پنجشنبې خپلواک ژورنالېست دلیر شریفوف په یو کال بند محکوم کړ. پر دې محکمې له پیله انتقادونه شوي او د رسنیو څارواکو ډلو دا د تروریزم په نوم یوه بې مفهمومه محاکمه بللې ده. د شریفوف مدافع وکیل عبدالرحمن شریفوف پرون د محاکمې په پای کې وویل، که څه هم د ده موکل به د استیناف غوښتنه ونه کړي خو پر ده لګیدلي تورونه ردوي. شریفوف ته څارنوالانو ته ۲ کاله او ۴ میاشتې بند غوښتی و. دا ژورنالېست چې د تاجکستان د کورني سیاست او دیني مسایلو په اړه لیکنې کوي، د جنوري په ۲۸مه نېټه د قومي،... Читать дальше...
د اوکراین حکومت او د دې هېواد په ختیځ کې روس پلوو بیلتونپالو د عیسویانو د ارتودوکس فرقې د مذهبي جشن ایستر په درشل کې پرون ټول ۳۴ تنه بندیان تبادله کړل. د اوکراین جمهوري ریاست وايي چې ۲۲ اوکراینیان چې بیلتونپالو اسیران کړي وو، پرون د اپریل په ۱۶مه کییف ته وسپارل شول او بیلتونپالو هم تایید کړې چې اوکرایني چارواکو د دوی ۱۴ اسیران دوی ته سپارلي دي. د اوکراین او روسیې استازو مخکې د تماس په درې اړخیزه ډله کې ویلي و، چې د اپریل په ۱۹مه نېټه د اوتودوکس عیسویانو د ایستر له جشن مخکې د بندیانو د تبادلې پر میکانېزم موافقه شوې ده. Читать дальше...
په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره د اروپايي ټولنې له غوښتنې وروسته د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د دې کړکېچ د حل لپاره د دوی طرح په وروستیو پړاوونو کې ده.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي، متحدایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمن دی او د دې کار لپاره د جګړې له دواړو ښکېلو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.