123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

Новости за 17.10.2019

د وزیر اعلی محمود خان په کلي کې احتجاج

Mashaalradio.com 

په سوات کې جميت علمای اسلام ف د خيبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په کلي کې د موټر سایکلونو یوه رېلي او لويه جلسه وکړه. پردې مهال غونډې ته وينا والو وویل چې دوی د وزير اعلی هغه بيانيه مستردوي چې د ازادي مارچ برخوال به احتجاج ته نه پرېږدي. د مشال ريډيو خبريال نيازاحمد خان ويډيو راپور.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړل څو د سوریې پر وضعیت له ترکي چارواکو سره وغږیږي. اربعین مراسمو ته په لار ۷۷ ایرانیان اکثراً ټرافیکي پېښو کې وژل شوي. د بالیووډ ستورو د وادونو د جامو نندارې وړاندې کړې. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

په بیمارۍ کې باید د ښځینه یا نارینه ډاکټر توپیر ونشي: شهناز

Mashaalradio.com 

د سینې سرطان ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ښځې هر کال د سینې په سرطان اخته کېږي چې په کې نیمايي یې د ټولنیزو بندیزونو له کبله د ناروغۍ په وروستي پړاو کې ډاکټر ته ورځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.



چارواکي: په پکتیا کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې د سیدکرم ولسوالۍ اړوند شیجنک او د احمدابا ولسوالۍ په بورګي سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.  د پکتیا د پولیسو ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې یو شمېر وسلې او یو د چاودیدونکو توکو ډک فلډر موټر هم له منځه وړل شوی. تر اوسه د دې بریدونو په اړه وسله والو مخالفینو رسنیو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د لوګر په څرخ کې د طالبانو له خوا یو کیندل شوی تونل له منځه وړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، په څرخ ولسوالۍ کې یې هغه تونل له منځه وړی چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ پر ودانۍ د برید لپاره کیندلی و. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ازادی راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۱۲ وسله والو مخالفین هم وژل شوي دي. ښاغلي احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل: "د تصفیې او تلاشۍ پر مهال یو تونل چې طالبانو جوړ کړی و او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته یې وباسي او ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، هغه کشف او له منځه یوړل شو." د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې... Читать дальше...

مسؤلان: په روان تعلیمي کال کې د نویو جذب شویو زده کوونکو شمېر لوړ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په روان تعلیمي کال کې ښونځیو ته د نویو جذب شویو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله لوړ شوی دی. د دغه وزارت له خوا په یوې اعلامیې کې نن ویل شوي، یوازې په سړو سیمو کې چې ۲۷ ولایتونه پکې شاملېږي، نږدې اته نیم سوه زره ۸۴۲۷۳۵ زده کوونکي د ابتدائیه دورې لومړیو ټولګیو ته جذب شوي دي. اعلامیه زیاتوي، د نویو جدب شویو زده کوونکو ۴۳ فیصده یې نجونې دي. د پوهني وزارت چارواکي وایي، په روان تعلیمي کال کې یوازې په سړو سیمو کې ښونځیو ته د نويو شاملو شویو زده کوونکو شمېر په تېرکال... Читать дальше...

د ټرانسپورټ کاروبار کې ولې لوی شمېر د پښتنو دی؟

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه له کراچۍ ښاره بهر پر سپر های وې د پاکستانیو رېنجرز عسکرو په ډزو کې د شمالي وزیرستان درې پښتانه ډرايوران ووژل شول او هم د یادې سیمې یو شمېر نور ډریوران ژوبل دي.په پاکستان کې ټرکونه، لارۍ، کنټېنرې، ټرېکټران او د ټرانسپورټ په ګډون له تعمیراتي مشینريو سره تړلي ډېری کاربارونه د پښتنو د ګټې وټې او روزګار سرچینې دي. خو پوښتنه دا چې ولې پښتانه په لوی شمېر کې له دې کاروبار سره تړلي دي. همدا پوښتنه قاسم خان مندوخېل د مشال راډيو انګلیسۍ ژبې وبپاڼې ګندهارا له اېډیټر ابوبکر صدیق څخه کړې.



دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه له درېیو استقامتونو پیل شول. دی وایي "دا عملیات له درېیو نقطو پیل شوي، له ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او کیله ګي سیمو څخه پیل شوي، دا عملیات به له بغلان څخه د طالبانو تر بشپړو پاکېدو پورې دوام وکړي، پر هغو سیمو چې له جدي ګواښ سره مخامخ دي، زموږ تمرکز ډېر زیات دی."  ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې تر اوسه په دې عملیاتو کې پرمختګونه هم شوي، خو جزیات یې ورنه کړل. Читать дальше...

مایک پنس او مایک پامپیو نن انقرې ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن انقرې ته ورسېدل. دوی د سوریې په شمال کې د ترکیي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اوربند د خوندي کولو په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته سفر کړی. دا سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د سوریې له شماله د خپلو سرتېرو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده. ولسمشر ټرمپ ویلي، دا د امریکا پولې نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په الوتکه کې دننه رویټرز خبري اژانس ته وویل، ماموریت... Читать дальше...

اروپایي ټولنې له بریتانیا سره له اروپایي ټولنې د وتلو موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې او بریتانیا یوه موافقه وکړه چې له مخې یې بریتانیا ته له اروپایي ټولنې د وتلو اجازه ورکوي. دا سند باید په دې ټولنې کې ټول شامل هېوادونه لاسلیک کړي. د اروپایې کمېسیون مشر ژان کلاود جنکر نن وویل، د بریګزیت په نوم دا توافق عادلانه او معتدل دی، خو لا هم د اروپایي ټولنې د ټولو هېوادونو او د هغوی پارلمانونو ملاتړ ته اړتیا لري. د اکټوبر په۳۱مه دې توافق ته د رسېدو لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې وه، خو دواړه لوري وتوانېدل چې تر ټاکلې نېټې دمخه توافق ته ورسېږي. د اروپایي کمېسیون مشر نن پر ټوېټر ولیکل... Читать дальше...

یوناما: تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ ملکيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وایي، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه وه. د یوناما اعلامیه وایي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شااوخوا ۵۵۰۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي. د یوناما د معلوماتو پر اساس، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر ۴۲ فیصده ډېر شوی دی. ... Читать дальше...

چارواکي په پکتیکا کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي په پکتیکا کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي. د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د یاد ولایت په جاني خېلو، وازېخوا او مرکز کې پنځه وسله وال وژل شوي دي. نن د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا د امینې قوماندانۍ د امنیت امر څارمن مسعود بابکرخېل ازادي راډیو ته وویل، دوه وسله وال د مرکز اړوند د شرابت په سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې او درې وسله وال د جاني خېلو او وازېخوا په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په کمینونو کې وژل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د مالیې وزارت یو کار کوونکی وژلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د مالیې وزارت یو کار کوونکی وژلی دی. د مالیې وزارت د بودجې ریاست سکرتر زینت الله د چهارشنبې په ناوخته د کابل په ارغندې سیمه کې وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازاډیو ته وویل: "تېره ورځ د افغانستان د خلکو دښمنانو د مالیې وزارت یو کارکوونکی په ارغندي سیمه کې له ځان سره بیولی و، لومړی یې په ډزو وژلی او بیا یې په راکټ ویشتی دی، له بده مرغه کورنۍ ته یې یوازې ايرې پاتې دي، طالبانو یو ځل بیا خپل انساني وحشت څرګند... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Баста, Валерия и "Любэ" исполнили песни Муслима Магомаева





Персональные новости
Сергей Лавров

Лавров заявил, что сфер сотрудничества России и Запада практически не осталось





د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي. د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د یاد ولایت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. نن د پنجشنبې په ورځ د لوګر د امینې قوماندانۍ له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عملیات د پولیسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي. سرچینه زیاتوي چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له سیمې څخه یو شمېر ماینونه هم ترلاسه کړي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان د جلغوزو تولیدات ۸۰ سلنه له پکتیا څخه دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جلغوزو تولیدات ۸۰ فیصده له پکتیا ولایت څخه دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیا کې هرکال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي تولیدېږي. د دې وزارت ویاند اګبر رستمي ازادي راډیو ته وايي، جلغوزي ته د ښه بازار پیدا کولو لپاره افغان حکومت په ځانګړي توګه اړوندو ادارو پوره پاملرنه کړې چې په یایله کې به د افغانستان عواید زیات شي. د رستمي په خبره، د جلغوزو د قاچاق په اړه افغان حکومت په ځانګړې توګه د کرنې وزارت یوه مشخصه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د دې وچې مېوې د قاچاق مخه په کلکه ونیول شي.

د غیر قانوني توکو قاچاق هراتي سوداګر اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، له ګاونډویو هېوادونو د سوداګریزو توکو غیر قانوني قاچاق دې ولایت ته هراتي سوداګر اندېښمن کړي دي. د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائيوي امر خلیل احمد یارمند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د دې غیر قانوني قاچاق د مخنیوي لپاره له حکومت سره اندېښنې شریکې شوي، خو تر دا مهاله حکومت اغېزمن ګام په دې برخه کې نه دی پورته کړی. د ښاغلي یارمند په خبره، غیر قانوني سوداګریز توکي لکه درمل په ورځني ډول د ایران او ترکمنستان له لارو هرات ته... Читать дальше...

د کرنې وزارت: سږ کال د مېوو او سبزیجاتو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په برخه کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. ددې وزات ویاند اکبر رستمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د میوو او سبزیجاتو تر څنګ د غلو حاصلات هم زیات شوی. د ښاغلي رستمي په خبره: یوازې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ فیصده زیات والی راغلی، چې علت یې هم له بزګرانو سره د حکومت له لوري د منظمو برنامه شریکول دی. د کرنې وزارت په داسې حال د تازه او وچو میوو د حاصلاتو د لوړوالی خبره کوی... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

«Зеленский кричит»: польский генерал рассказал, что творится в Киеве


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Егор Крид

В Москве суд отклонил требование общественника Морозова закрыть YouTube-канал Егора Крида



Москва

Мой авторский музыкальный канал - «5 ПЕСЕН НА БИС»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net