د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) مسئولان وايي، دوی سره د میزان ۶مې ولسمشریزو انتخاباتو د درغلۍ کره اسناد موجود دي. د تیفا رئیس وايي، دا چې ددوی امنیت خوندي نه دی نو نه شي کولی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې شوې درغلۍ افشا کړي.
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې یو شمېر لنډمهالي قوانین یا ارډېننسونه نافذ کړي چې د شنونکو په وینا
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د امریکايی ځواکونو له لوري د افغانستان په لویدیځ کې د نشه یې توکو د تولید پر فابریکو په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عاصم عمر ۱۷ ورځې وړاندې د هلمند په موسی قلعه کې په نښه کړ. خو عاصم عمر څوک و، له القاعده ډلې سره یې کله او څه ډول اړیکه پیدا کړه، افغانستان ته کله راغی، طالبانو ته څومره مهم و.
د افغانستان د کرکټ شپږیزې لیګ سیالیو په دوام نن مس عینک له بند امیر نه په نهو منډو لوبه ګټله.
د دغه بورډ د مطبوعاتو مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې لوبو هدف کرکټ ته د افغان ځوانانو هڅول او د دوی مسکلي کول دی.
د ښاغلي جار په وینا ټاکل شوې نن د سپین غر او آمو لوبډلو تر منځ بله لوبه وشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ په خبره، د کرکټ په شپږیزه سیالیو کې ټولې ۱۹ لوبې ترسره کېږي، چې د اکتوبر په ۷ پیل شوي او د همدې میاشتې په ۱۸ به پای ته ورسېږي
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د عمان له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسوول شفیع شاداب نن (میزان ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۳۰ دقیقو پیل شي.
افغانستان او عمان د نړیوال جام مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې یو د بل پروړاندې میدان ته ځي.
د ښاغلي شاداب په خبره د اکتوبر په ۱۴ او ۱۹ به افغان ملي لوبډله له هندوستان او یو ځل بیا له عمان سره لوبې ولري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې له دې وړاندې له قطر... Читать дальше...
په غزني پوهنتون کې تر چاودنې وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له امنیتي ارګانونو غواړي چې د اکاډمیکو ځایونو خوندیتابه لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وینا خلک او رسنۍ د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د پاکستان د بحري چارو وفاقي وزیر علي حیدر زیدي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې د چین د بندرونو له یوې کمپنۍ سره موافقه لاسلیک کړې
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د بیومټریک دستګاوو د سرور د ترمیم لپاره نن (میزان ۱۷مه) له جرمني څخه انجنیران افغانستان ته راځي او رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به حل کړي.
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې د میناتورۍ یو نندارتون جوړ شوی. دلته د یوه افغان هنرمند علي مومني اثار نندارې ته اېښودل شوي دي. مومني په خپلو اثارو کې هڅه کړې چې د میناتورۍ کلاسیک هنر سره د ټولنې اوسني موضوعات انځور کړي. د جزئیاتو لپاره یې د ذکریا صفري راپور وګورئ.
د پکتیا اوسېدونکی او مدني فعال خان ولي عادل د خپل ولایت له ځوانانو غواړي چې په ودونو کې ناسم دودونه له پامه وغورځوي. عادل تر راتلوونکو درېیو ورځو د خپل واده خوشحالي نمانځي، خو د محفل لپاره یې یوازې ۵۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیولي.
د او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي او پرمختيايي چارو پوه رفيع الله کاکړ او په پېښور کې د حکومتدارۍ او ولسي احتساب مرکز مشر انور يوسفزي سره څېړل شوې دي.
د اکتوبر پر اوومه نېټه د امريکا په مشرۍ پر افغانستان د شوې حملې ۱۸ کاله پوره شول. هغه ماشومان چې په ۲۰۰۲ م زکال کې زېږېدلي ول اوس اتلس کلن دي.
د هلمند په موسا کلا کې د القاعده شبکې د یوه مشر عاصم عمر تر وژل کېدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبان لا هم د القاعده په څېر "تروريستي" ډلو سره اړيکې لري.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې د بیلابیلو مسایلو لکه، انتخابات، په غزني ولایت کې د پرونۍ چاودنې او القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.
په بلوچستان اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه پر صوبايي حکومت تور پورې کوي چې د تعلیم په څانګه کې یې د نورو صوبو تر څلور زرو زیات کسان پر دندو ګومارلي دي. د دوی په وینا چې د صږبې خپل تعلیمیافته ځوانان بې روزګاره دي او د نورو صوبو خلک دته پر نوکریو لګول کېږي.
له کوټې د ایوب ترین راپور
هغه ۴۴ افغان پناه غوښتونکي کابل ته رسیدلي چې له جرمني اخراج شوي دي.
د جرمني خبري اژانس "ډي پې اې" په یوه راپور کې ویلي، دا اته ویشتمه ډله افغان پناه غوښتونکي و چې له جرمني بېرته افغانستان ته واستول شول.
د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۷۲۰ تنه افغانان له جرمني ایستل شوي دي.
په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په اړه بیلابیل نظریات موجود دي، ځکه ددې مسئلې مخالفین وایي چې په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي او د پناه غوښتونکو ورلیږل خطر لري.
شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو په وروستیو لږ تر لږه پنځو کلونو... Читать дальше...
واشګتن پوسټ ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري "طالبانو لاهم له القاعده سره اړیکي نه دې قطع کړي".
د کابل ښار په تیمورشاهي سیمه کې د تېرې شپې اورلګېدنې زیات مالي تاوانونه اړولي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، په تیمورشاهي سیمه کې د پلاستیکي توکو دوکانونو اور واخیست او اور وژونکو په ډېرې سختۍ له څو ساعتونو وروسته اور مړ کړ.
د ښاغلي فرامرز په خبره چې په دې پېښه کې څوک مړه یا ټپیان شوي نه دي خو هټیوالو او مارکېټونو ته زیات مالي تاوان اوښتی دی.
د کابل د لومړۍ حوزې شاوخوا سیمو کې ډېر تجارتي مارکیټونه او دوکانونه موجود دي خو ویل کیږي چې ګڼ دا مارکیټونه او ودانۍ پخواني دي او سم محافظتي سیسټم نه لري. Читать дальше...
د ترکیې حکومتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د ترکیې پوځیان د سوریې د ازادې اردو په نوم ځواکونو سره په ګډه د سوریې له پولو واوړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ترکیې د جمهوري ریاست د اړیکو د مرکز رییس فخرالدین آلتون ویلي، ترکیه غواړي چې د سوريې په شمال ختیځ کې پوځی عملیات وکړي.
د ترکیې له خوا د کردانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو پر ضد د دغو عملیاتو هدف دا دی چې ترکیه غواړي د سوریې په خاوره کې شاوخوا دېرش کیلومتره خوندي ساحه رامنځته کړي.
انقره وایي دا خوندي ساحه ځکه ایجادوي چې غواړي په ترکیه کې دېره... Читать дальше...
د امريکا متحده ايالتونو ويلي، د چين د حکومت او کمونيست ګوند پر چارواکو به د ويزې قيودات ولګول شي.
امريکايي چارواکي فکر کوي چې دغه چينايي چارواکي د سین کیانګ په خودمختاره سیمه کې د اقليت مسلمانانو په نيولو او د هغوى په وړاندې په ناوړه چلند کې لاس لري.
دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه ناوخته وکړه.
امريکايي چارواکو مخکې ويلي چې د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پر مسلمانانو د فشارونو په ارتباط د سین کیانګ د کمونيست ګوند د سکرټر چين قوانګو په ګډون پر چينايي چارواکو بنديزونه ولګوي.... Читать дальше...
د پيسو نړيوال صندوق (ای ام اف) نوې رئيسه کريستالينا جورجيفا وايي، تجارتي جګړې د نړيوال اقتصاد د کمزوري کولو خطر ايجاد کړى دى.
د هغې په خبره په تقريباً يوه لسيزه کې به د نړۍ اقتصادي وده احتمالاً تر ټولو ټيټ حد ته ورسېږي.
کريستالينا جورجيفا چې د بلغاريايۍ اقتصادپوهه ده، پرون د پيسو نړيوال صندوق د عامل د مديرې په توګه په خپله لومړۍ وينا کې وويل: "اټکل کوو چې د نړۍ په ٩٠ فيصده برخه کې به په ٢٠١٩ میلادي کال کې اقتصادي وده پڅه وي. په بله وينا، هممهاله نړيوال اقتصاد د رکود په حال کې دی."
جورجيفا د... Читать дальше...
د اذرباييجان پوليسو پرون سې شنبه په پلازمېنه باکو کې د اعتراض پر مهال ګڼ کسان نيولي دي.
دغه کسان د خلکو د راټولېدنې د ازادۍ په ملاتړ راوتلي وو. دغه اعتراض د ډيموکراتيکو قوتونو د ملي شورا له خوا تنظيم شوى و.
د دې شورا تر چتر لاندې د اذرباييجان د اپوزيسيون ځواکونه راټول شوي دي.
د اپوزيسيون څو غړي په باکو کې د ښاروال د دفتر مخې ته راټول شوي وو، د هغه څه په وړاندې يې اعتراض څرګند کړ، چې دوى يې په يوه مرکزي سټوډيوم کې يوه لاريون ته اجازه نه ورکول يادوي.
د ښار چارواکو د ډيموکراتيکو قوتونو د ملي... Читать дальше...
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسيون يو وار بيا له قيد او شرط پرته د نجونو د بکارت پردې د طبي ازموينې د ممنوعيت غوښتنه کړې ده.
دغه کميسيون پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا ډول ازموينه شکنجه ګڼل کېږي.
د کميسيون په خبره د ښځو د انساني کرامت د خونديتوب او د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو د رعايت لپاره دې دا معاينه په زور او فشار نه ترسره کېږي.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون دا هم ويلي چې له مدني او د بشري حقونو له مدافع ډلو سره يوځاى د بکارت پردې د ازموينې د مخنيوي لپاره د عدالت غوښتنې هڅو ته دوام ورکوي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Тимати высмеял Джигана: "Не собьется, будет уже круто"
Москва
Евгению Гуцул встретили её сторонники в аэропорту Кишинёва
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net