پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې یوځل بیا له سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره ډغره وهي او په تېره په داسې حالاتو کې چې په دغه هېواد کې ډېری مخالف ګوندونه د جمعیت علمای اسلام د رهبر مولانا فضل الرحمن په غوښتنه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د موجوده وزیر اعظم عمران خان حکومت نسکورلو لپاره په اسلام اباد کې پرلت وهلو ته ور روان دی. دا او ګڼې نورې پوښتنې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ سره په یوه ځانګړې مرکه کې څېړو چې دلته د مشال راډيو پراګ سټوډیو ته راغلی دی. کوربه قاسم خان مندوخېل
ايډيټ... Читать дальше...
زلمي خلیلزاد د افغان سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره اروپايي هېوادونو ته سفر پیل کړی.
د کاناډا د فدرال ټاکنو نتیجه ښيي چې جستن ترودو دویم وار هم صدراعظم کیږي.
د جاپان نوی امپراتور ناروهیتو نن په تخت کیناست.
ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون کتلی شئ.
د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د فوټسال اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا چهارشنبه د ازبکستان پر وړاندې کوي.
ښاغلی امیني وايي، په دغو سیالیو کې افغانستان، له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوهمه لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د تاجکستان او د همدې میاشتې په ۲۵مه د نيپال پر وړاندې ده.
د دې سیالیو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تازه سفر هرکلی کوي. خو ددغه وزارت ټینګار دا دی چې د کابل له رول پرته د سولې خبرې کومې پایلې ته نه شي رسېدلی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو تورونو ځواب ووایه چې ګنې دوشنبه شپه مهال یو شمېر سرتېرو او د کمېسیون کارکوونکو لهخوا د معلوماتو ملي مرکز قفل مات شوی او په سیسټم کې لاسوهنه شوې ده.
د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام د اعلان تاریخ ته ځانکړی شوی. په پیل کې به واورئ چې خلک له څه وخت راهیسې د ضرورت پر وخت اعلان کوي؟
د روېټرز اژانس د راپور له مخې د هغه د دې سفر یو هدف دا دی چې ریاض ته د دوه اړخیزو اړیکو ډاډ ورکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که د سوریې په شمال کې کرد ملېشه د امریکا په منځګړیتوب له شوې موافقې سره سم عمل ونهکړي، انقره به هلته پوځي عملیات په شدت جاري وساتي.
ښاغلي اردوغان نن (اکټوبر ۲۲مه) روسیې ته تر روانېدو مخکې په انقره کې خبریالانو ته وویل، د کردانو د خلکو ژغورنې ډله (وای پي جي) باید له سیمې ووځي، ترڅو ترکیې ته زمینه برابره شي چې هلته خوندي سیمه جوړه کړي.
انقره غواړي چې د سوریې په خاوره کې خپلې پولې ته نږدې خوندي زون جوړ کړي او هغه دوه میلیونه سوریایي وګړي چې په وروستیو کلونو... Читать дальше...
د قزاقستان یوې محکمې ۱۴ قزاقستانیان چې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ملاتړ په جګړه تورن وو، محاکمه کړل.
له مشکوکو کسانو ۱۳ تنهیې نن (اکټوبر ۲۲مه) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د محکمې خونې ته ولېږدول شول.
یو مشکوک وګړی چې زخمي و، له روغتونه د وېډیو له لارې محاکمې ته حاضر شوی و.
څارنوالانو هغوی په ترورېستي فعالیتونو کې په ونډه اخیستو، د وګړو په استخدام، د ترورېزم لپاره په تبلیغ او د جنایتونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
د راپورونو پر اساس، د قزاقستان... Читать дальше...
د لغمان په علینګار ولسولۍ کې نن د ښوونکو د اعتصاب دوهمه ورځ ده. له دې امله زرګونه زدهکوونکي ښوونځي ته له تلو پاتې شوې دي.
په علینګار کې یوه ښوونکي هېواد نن (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډیو ته ویل: "له موږ سره حکومت شپږ کاله وشول چې د یوې-یوې نمرې ځمکې ژمنه کړې، خو تر اوسهیې نهده عملي کړې."
په علینګار ولسوالۍ کې د ۸۰ ښوونځیو ۱۴۰۰ ښوونکي په دې اعتصاب کې ګډون لري.
خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي چې دا ستونزه به حل کړي.
اغلې نزهت ازادي راډیو ته وویل، حکومت د ځمکې پر ځای، ښوونکو... Читать дальше...
ځایي چارواکي وايي، سلګونه طالبان له نورو ولایتونو ګېزاب ته ورغلي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي. ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي خبرداری ورکوي که ګېزاب ته اضافي سرتېري ونهلېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن (اکټوبر ۲۲مه) په رسمي ډول د واک تاج پر سر کړ.
دغو ځانګړو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو رهبران حاضر وو.
۵۹ کلن ناروهیتو ته قدرت د هغه له پلار، امپراتور اکیهیتو رسېدلی دی.
نوموړی د جاپان لومړی امپراتور دی چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی دی.
د جاپان نوي امپراتور په اکسفورډ پوهنتون کې زدهکړې کړې دي.
د هغه مېرمن، ماساکو نومېږي، د جاپان پخوانۍ ډیپلوماته او د هاروارډ پوهنتون له زدهکوونکو ده.
د جاپانیانو په باور، دا هېواد د نړۍ تر ټولو زړه شاهي سلسله لا هم پالي. Читать дальше...
د کاناډا په پارلماني ټاکنو کې به اوسنی لېبرال صدراعظم جسټن ټروډو د پارلمان له ۳۳۸ څوکيو ډېرې وګټي.
د کاناډا په پارلمان کې دا ګټه به جسټن ټروډو ته وخت ورکړي چې یو حکومت جوړ کړي، خو داسې ګڼل کېږي چې لېبرالان ښايي د اکثریت په ګټلو ونهتوانېږي. که چېرې مطلق اکثریت ونهګټي، هغوی به مجبور وي چې په قدرت کې د پاتې کېدو او د قوانینو د تصویب لپاره پر نورو ګوندونو تکیه وکړي.
د کاناډا د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې به نن د اکټوبر په ۲۲مه اعلان شي.
۴۷ کلن جسټن ټروډو پرون مخکې له مخکې په مونټریال کې خپلو پلویانو ته د بري مبارکي ورکړه.
ډاکټرانو لومړی ویلي ول چې نوازشریف ته ډینګي تبه شوې خو بیا د نهې پر ورځ یې وویل چې د هغه په بدن کې یوه ماده پلیټلیټ کم شوي دي.
اکرم خان دراني وویل، رهبر کمېټۍ پرېکړه کړې، په دې شرط له حکومت سره مذاکراتو ته کښېني چې د ازادۍ مارچ په لار کې خنډونه ورته جوړ نه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر افغان چارواکو ته ویلي، له افغانستان سره د امریکا اوږد مهاله ژمنتیا برقراره ده.
د کابل چاپ ورځپاڼو پخپلو ننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه مسایل را اخېستي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ هغه ادعاوي ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي.
ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه دی مات شوی.
"بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه دی خلاص شوی. موږ د طرز العمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسي څه نه دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي."
د عبدالله... Читать дальше...
د ورځپاڼې په لیکنه، ښاغلي مېلر د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کالیې دوه زره پوځيان له افغانستانه ایستلي دي.
سرچینې وویل چې طالبانو د شپې شااوخوا ۱۲ بجې په دغه کلي کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات د شوي برید په تړاو تازه بیان کې ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو له ترسره کونکو، تنظیمونکو او تمویلونکو سره باید حساب وشي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د هسکې مېنې د جو درې په جومات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه او ناځوانمردانه بللی او پر ټولو هېوادونو یې ټینګار کړی چې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا پر بنسټ دې، د دا ډول پېښو مخنیوي کې د افغانستان له دولت او اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.
د... Читать дальше...
د لبنان کابینې د اصلاحاتو یوه بسته تصویب کړه چې په نتیجه کې یې د دغه هېواد اقتصادي بحران پای ته ورسیږي.
د لبنان صدراعظم سعد حریري د دوشنبه په ماښام (اکټوبر ۲۱مه) په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، دا اصلاحات تر ۷۲ ساعته ضرب الاجل وروسته تصویب شول.
حریري په دې تازه اقدام کې د چارواکو او د پارلمان د استازو د امتیازونو د کمېدو خبره هم وکړه.
"د اوسنیو او پخوانیو ټولو استازو او وزیرانو معاشونه پنځوس سلنه کمیږي. د بیارغونې او پراختیا د کمېټې بودیجه چې په جنوب کې د بیځایه شویو لپاره کار کوي، ۷۰ سلنه کمیږي."... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر خپل روسي سیال ته ویلي چې پاریس د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د تمدید غوښتونکی دی.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ایمانویل مکرون د اکتوبر پر ۲۱مه له ولادیمیر پوتین سره ټېلفوني خبرې وکړي او له ډیپلوماتیکو لارو یې د سوریې په شمال کې د اوربند د غځیدو او د کړکیچ د ختمیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ترکیې د موافقې له مخې نن ماښام په سوریه کې د کرد ځواکونو پروړاندي د ترکیې د عملیاتو توقف یا د اوربند وخت پای ته رسیږي.
ترکیې خبرداری ورکړی چې د اکتوبر د ۲۲مې تر ضرب الاجل وروسته به، پر هر هغو... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد تر پارلماني انتخاباتو وروسته د ایتلافي حکومت په جوړولو کې ناکام شو.
نتانیاهو چې د ښۍ اړخي لیکود ګوند مشر دی ویلي چې خپلې هڅې دروي او د نوي حکومت د جوړولو واک د دغه هېواد ولسمشر رووین ریولین ته بیرته سپاري.
ریولین ویلي چې دی به اوس له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو ورته ووایې چې په پام کې لري دا دنده د نتانیاهو عمده سیال او د مرکزي "شین او سپین ګوند" مشر بینې ګانتس ته وسپاري.
د اسرائیل د ولسمشر تر دې اعلان دمخه نوموړي روانه اونۍ دوه ځله له نتانیاهو او ګانتس سره ولیدل. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net