د ترکیې په شمال کې کرد جنګیالیو ته د ترکیې ولسمشر خبرداری
ښاغلي اردوغان نن (اکټوبر ۲۲مه) روسیې ته تر روانېدو مخکې په انقره کې خبریالانو ته وویل، د کردانو د خلکو ژغورنې ډله (وای پي جي) باید له سیمې ووځي، ترڅو ترکیې ته زمینه برابره شي چې هلته خوندي سیمه جوړه کړي.
انقره غواړي چې د سوریې په خاوره کې خپلې پولې ته نږدې خوندي زون جوړ کړي او هغه دوه میلیونه سوریایي وګړي چې په وروستیو کلونو کې له جګړې تښتېدلي، بېرته خپل هېواد ته ستانه او هلته ځای پر ځای کړي.
اردوغان ویلي، که چېرې هغه ژمنې چې امریکا له دوی سره کړي عملي نهشي، نو "موږ به له هغه ځایه چې عملیات مو درولي وو، له سره پیل وکړو."
