ازادي ستوډیو
ترکیه د سوریې دننه د پوځي عملیاتو لپاره چمتو شوې ده، خو تهران خبرداری ورکړی. د دې سربیره چین ته د پاکستان د صدراعظم سفر څارو او داسې ګوزڼ وهلی درښکاروو چې په یوې وسیلې یې تګ پيل کړی.
ترکیه د سوریې دننه د پوځي عملیاتو لپاره چمتو شوې ده، خو تهران خبرداری ورکړی. د دې سربیره چین ته د پاکستان د صدراعظم سفر څارو او داسې ګوزڼ وهلی درښکاروو چې په یوې وسیلې یې تګ پيل کړی.
میر حاصل بزنجو وايي د عمران خان په مشرۍ حکومت د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ اتهارټي په نوم ادارې جوړولو سره هڅه کوي چې په دې پروژه کې امنيتي ادارې شاملې کړي
د اکتوبر پر اتمه د هنر د نړیوالې ورځې په مناسبت د خوستیو خطاطانو، انځورګرو او هنرمندانو په لاس د جوړ شویو اثارو نندارتون جوړ شوی وو. د نندارتون ګډونوالو هنر د هرې بشري ټولنې د ژوند یوه برخه وبلله او دا ډول هنري فعالیتونه يې د ټولنې د فرهنګ د انعکاس او خوندي کولو په برخو کې ګټور وبلل.
په دې غونډه کې شریک د عوامي نشنل ګوند ضلعي مشر عزت خان ناصر مشال راډیو ته وویل چې هړتال او احتجاج به یې د غوښتنو تر منل کېدو روان وي.
له يو کلنډ ځند وروسته په کابل کې يو ځل بیا د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له نویو رنګونو سره پیل شوې. په شپږیزه لیګ کې په لومړي سر کې پنځو لوبډلو سیالي کوله خو اوس یې شمېر شپږو ته لوړ شوی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د رایو د شمېرنې او جمع بندۍ پرمهال د ملي او نړیوالو څارونکو حضور کمرنګ دی. خو څارونکي بیا شکایت لري چې د ټاکنو کمیسیون د څارنې په برخه کې ځینې محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې سیمه ییز چارواکي وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو موقت کارکونکی په سانچارک ولسوالۍ کې طالبانو وژلی دی. د سانچارک ولسوال نقیب الله ازادي راډیو ته وویل، وژل شوی کس علي نقي نومېده او طالبانو د ټاکنو له کمیسیون سره د کار کولو او په انتخاباتو کې د خپلې رایې کارکولو په خاطر په خواجه سرخ سیمه کې نن په ډزو وواژه. هغه زیاته کړه چې طالبانو د هغه مړی سیند ته اچولی چې وروسته دوی وموند او کورنۍ ته یې وسپاره. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پرون په همدې ولسوالۍ... Читать дальше...
په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي چې په دغه صوبه کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان په زندانونو کې دي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، څېړنې ښيي چې په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې سرغړونه شوې چې څلور وروڼه پکې ووژل شول. خو چارواکي د اوس لپاره په دې اړه جزئیات نه وړاندې کوي.
نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰دقیقو د غزني پوهنتون د درې ادبیاتو په څانګه کې چاودنه وشوه. د دې چاودنې ۲۷ ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امريکا دا اقدام ښايي چين په داسې حال کې سمدستي غبرګون ته اړ کړي چې وار له مخه ورباندې په سينکيانګ صوبه کې د مسلمان اقليتونو د ځورولو تورونه دي.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۸مه) د یوه جګپوړي سیاسي و پوځي پلاوي په ملتیا له چینايي چارواکیو سره پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره ددغه هېواد پلازمېنې بیجنګ ته تللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمران خان دا سفر د چینايي چارواکو په بلنه ترسره کوي. خبر پاڼه چین ته د عمران خان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ستراتیژیکیو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بولي. د صدراعظم په توګه د عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته دا چین ته د نوموړي درېیم سفر دی. Читать дальше...
یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د اکتوبر پر اوومه وویل، د شام له شمالي پولې تر سلود امریکايي سرتېرو نورو سیمو ته لېږدونه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو د ویستلو په مانا نه ده.
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان سوداګرانو د اکتوبر پر اوومه د حکومت د اقتصادي پاليسو او ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج وکړل.
نشنل انټرسټ خپرونې د امریکا متحده ایالتونو د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه مقاله خپره کړې ده.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خفګان ختمولو لپاره تللی دی.
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د انتخابات او د سولې په ګډون په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړې دي.
د عراق ولسمشر برهم صالح وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمیدو لپاره ملي مذاکرات پیل شي. د عراق د حکومت پر ضد اعتراضونو کې چې یوه اونۍ دمخه پیل شوي، څه باندي سل تنه وژل شوي دي. ښاغلي صالح پرون دوشنبه (سپټمبر ۷مه) په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، پر معترضانو او امنیتي ځواکونو برید کوونکي د خلکو دښمنان دي. تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د عراق پوځ ومنله چې د یکشنبه په ماښام د بغداد په ختیځ کې د معترضانو پر ضد له ډېره ځواکه کار اخستل شوی دی. اعتراض کوونکي د اکتوبر پر لومړۍ سړکونو ته راووتل. Читать дальше...
شمالي کوریا خبرداری ورکړی که چېرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد د وروستۍ توغندویي ازموینې په اړه هره هڅه وشي، پیونګیانګ به چوپ پاته نه شي. د اروپایې ټولني درېیو غړو بریتانیا، فرانسې او جرمنې د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلې دروازې تر شا د غونډې غوښتنه کړې ترڅو د شمالي کوریا لخوا د تیرې اونۍ پرتوغندویې ازموینې بحث وشي. دغه هېوادونه د شمالي کوریا دا اقدام د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو جدي سرغړونه بولي. دغو اروپایې هیوادونو غوښتي چې د امنیت شورا غونډه دې نن سه شنبه جوړه شي. Читать дальше...
روسیې د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې پر هغه اقدام سخت انتقاد کړی چې د نیویارک په هوایې ډګر کې یې د روسیې له یوې قانون جوړونکې څخه پوښتنې کړې دي. د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) خبریالانو ته وویل چې مسکو د دې کار له کبله ډیر اندیښمن دی. اینګا یوماشیوا یوه ورځ وړاندې نیویارک ته له رسېدو سره د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې له خوا د یوه ساعت لپاره ودرول شوه او پوښتنې ترې وشوې. ښاغلي پسکوف وویل: "دا ناراحته کوونکی کار دی او پرته له شکه موږ په دې اړه جدي اندېښمن یو. موږ... Читать дальше...
د افغانستان په لویدیځ کې د فراه امنیتي چارواکي وایي، په پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې ۷ تښتول شوي ولسي وګړي خوشې شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه کسان تېره شپه د دولتي ګډو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شول. د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب آزادي راډیو ته وویل، خلکو هم ددوی په خوشې کېدو کې همکاري کړې ده. طالبانو د میزان په ۶مه دغه کسان له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي وو. امنیتي چارواکي وایي، تښتول شوي کسان د طالبانو لخوا ځورول شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی. طالبانو تر اوسره په دې اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان د شمالي ولایت سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې پولیسو د طالبانو یو سرګروپ وژلی چې د چارواکو په خبره غوښتل یې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو ګوتې پرې کړي. د سرپل د پولیسو ویاند نورآقا فیضي د دوشنبې (میزان ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، قاري ناصر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو پېژندلو لپاره د سانچارک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې پوسته جوړه کړې وه. ښاغلي فیضي وویل، دغه طالب سرګروپ غوښتل له خلکو پیسې واخلي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې په ټاکنو کې یې رأیه ورکړې ده. د پولیسو ویاند وویل... Читать дальше...
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې د یوه ماشوم ګډون ۱۲ ملکي کسان وژل شوي. تېره ورځ شااوخوا ۴:۳۰ دقیقو د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېرو یوه کاسټر موټر ته څېرمه چاودنه وشوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په دغې چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی او ۳۲ نور ټپيان دي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج ډوله ریکشا کې ځای پرځای شوي وو. تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی. Читать дальше...
د امریکا د کانګرس دوو لوړپوړو استازو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایې سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پریکړه غندلې ده. دغه سرتېري داسې مهال له دغې سیمې وځي چې ترکیه غواړي هلته د کرد ملېشو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دي ترڅو د انتخاباتو پایلې ژر اعلان کړي. اغلې نورستانۍ په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو غوښتي له نوماندانو وغواړي چې پر کمیسیون دې فشار نه راولي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.