Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

Новости за 26.10.2019

هغه پېښه چې یو کلی یې په غم کیناوه

Mashaalradio.com 

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې اوسېدونکي وايي، دوی له حکومت سره د همکارۍ دروند پور پرې کړ. اکرام الله اکرام او تمیم اخګر جودرې ته تللي او راپور یې چمتو کړی خو د دغه پېښې په اړه د نورو پوښتنو ځواب همدا اوونۍ په بل راپور کې کتلی شئ.

د بغلان په دوشي کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي دي. د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه څو وسله وال کسان د زارعه په کلي کې یو کور ته ننوتي او د کورنۍ په ټولو غړو یې ډزې کړي. د نوموړي په وینا، په پېښه کې څلور ماشومان، یو ځوانه نجلۍ د مور او پلار سره یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي دا پېښه د شخصي دښمنیو له کبله بللې او زیاته کړې یې ده چې قاتلان تښتېدلي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي. ځايي چارواکو د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودلی دی.

په عراق کې د اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو شمېر ۴۲ ته پورته شوی

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته پورته شوی دی. په دې شمېر کې وروسته له هغې زیاتوالی راغی چې د دې هېواد په جنوب کې یوه حکومتي چارواکي وویل، ۱۲ اعتراض کوونکي په هغې اورلګېدنې کې ووژل شول چې خپله اعتراض کوونکو دغلته د یوې ځواکمنې ملېشې پر دفتر د یرغل پر مهال لګولی و. د جمعې په ورځ د حکومت ضد دا اعتراضونه وروسته له هغې پراخ شول چې تر دې مخکې د اکټوبر په لومړیو کې بې رهبره او خودجوشه مظاهرې د چارواکو له خوا په د تاوتریخوالي په کارولو وځپل شوې. په بغداد کې... Читать дальше...



کوټه کې د کتاب پلورلو کاروبار څنګه دی؟

Mashaalradio.com 

د کوټې جناح سړک چې کتابونه د سړک پر غاړه او بوټان د دوکانونو په المارۍ کې پلورل کېږي. ډېرو دوکاندارانو د کتابونو دوکانداري ځکه ټړلې چې په کتابونو پلورولو یې د دوکانونو کرایې نه پوره کېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.

درې کاله وروسته دهنه غوري بېرته له حکومت سره!

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو تر شپږ ورځینو ګډو عملیاتو وروسته یو ځل بیا د حکومت لاس ته ورغله. افغان چارواکي وايي، وروسته له دې به د بغلان هېڅ سیمه د طالبانو لپاره امن نه وي. په دې اړه د بشیر احمد غزالي راپور وګورئ.



پېښور کې د درپه خېلو قامي مشرانو لاریون کړی

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان د درپه خېلو قامي مشرانو د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي لاریون کې له حکومته د بوراخېل تبي وال قوم سره د هغوی د ځمکې لانجې د هواري غوښتنه کړې ده. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.

د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق څارنوال ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

نن له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار په نهمه امنیتي حوزه کې موټرسایکل سپرو د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق څارنوال بهاوالدین په ډزو وواژه. په هلمند کې د استېناف څارنوالۍ رئیس قاري رحیم الله رسنيو ته ويلي دي چې بهاوالدین په ګرمسیر ولسوالۍ کې د تحقیق څارنوال و، خو په لښکرګاه کې یې خدمتي دنده ترسره کوله. نوموړي زياته کړې چې څارنوال بهاوالدین له دفتره کور ته پر لاره و چې د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلی دی. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی. د یادولو ده چې دوه ورځې... Читать дальше...

چارواکي: د ارزګان د دهراوود امنیه قوماندان په یوه برید کې ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ پر امنیه قوماندان ځان مرګی برید شوي دی. د دغه ولایت چارواکي وايي، د یاد برید پر مهال قوماندان شاه محمد او یو ساتونکی یې سطحي ټپیان شوي دي. د یاد ولایت مرستیال والي سید محمد سعادت ناصري ازادي راډيو ته وویل چې پر نوموړي دغه برید نن غرمه مهال ۱۲بجې د هراوود ولسوالۍ د بازار په سبزۍ مارکېټ کې شوی دی. ناصري وايي، د یاد برید پرمهال ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. د یاد برید مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په امریکا کې محکومه شوې روسۍ ایجنټه ماریا بوتینا مسکو ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې محکومه شوې روسۍ ایجنټه ماریا بوتینا د امریکا د متحدو ایالاتونو له زندانه له خوشې کېدو وروسته نن مسکو ته ورسېده. نوموړې په امریکا کې د نا راجستر شوې بهرنۍ ایجنټې په توګه د فعالیت په تورونو بندي شوې وه. امریکايي رسنۍ وايي، له پوهنتون فارغه شوې بوتینا هغه مهال چې امریکا کې ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد، هڅه کوله چې په محافظه کارو امریکايي سیاستوالو کې نفوذ وکړي او د روسيې اجنډا تبلیغ کړي. بوتینا د جمعې په ورځ په فلوریډا کې له یوه زندانه خوشې شوه او مسکو ته په تلونکې الوتکه کې واستول شوه. Читать дальше...

ټرمپ بېرته له اوکراین څخه له محصول پرته د ځینو توکو واردول پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېرته د اوکراین څخه له محصول پرته د ځینو توکو واردول پیل کړي دی. سپینې ماڼۍ دا خبره وروسته له هغې کړې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د اوکراین پر اموالو د ګمرکي محصول معافیت ځنډول شوی و. د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډیسمبر کې یې د یو شمېر اوکرایني اموالو لپاره له ګمرکي محصول معافیت ځکه وځنډاوه چې کیېف په سمه توګه د ”معنوي مالکیت حقونه“ نه رعایتول. خو نوموړي ویلي چې اوس بېرته ځکه ځینو اوکرایني څیزونو ته له ګمرکي محصول د معافیت اجازه... Читать дальше...

که ما تعلیم کړی و، میړه به نه پریښودمه

Mashaalradio.com 

ماهي لا وړه وه چې د سینما په ستوري بدلیدل یې هیله وه، خو په ۱۱ کلنۍ کې یې داسې کس سره واده وکړ چې هېڅکله یې لیدلی نه وو. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو بشپړه ویډیويي رپورټ ګورئ.

چارواکي: په پکتیا کې ۳ وسله وال له چاودېدونکو توکو سره نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په جنوب ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسؤلین وایي چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال درې تنه وسله وال مخالفین یې له یو شمېر چاودېدونکو توکو سره یوځای نیولي دي. د یادې لوا رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې هوایي ځواکونو د پکتیکا ولایت د سرحوزې ولسوالۍ په اړونده یوه سیمه کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان خپل مړي په ولسي وګړو کې شماري: اسدالله خالد

Mashaalradio.com 

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي، وسله وال طالبان خپل مړي د ولسي تلفاتو په ګڼه کې اچوي چې له دې کبله د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ولسي تلفاتو د زیاتېدو خبره شوې ده.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре





Персональные новости
Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM





خالد: پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو د اغېز ستونزه حل ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخت بد اغېز کړی و. اسدالله خالد پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا ستونزه اوس حل شوې ده. اسدالله خالد وویل: "په امنیتي قواوو کې سیاسي مسایلو، قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی و." د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل. هغه... Читать дальше...

ایسپر: ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته بشپړ تعهد لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر مارک ايسپر ویلي چې د ناټو تړون غړي هېوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته بشپړ تعهد لري. د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه. تر غونډې وروسته د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر په خبري غونډه کې وویل: "د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي، واضح ده چې د ناټو غړي بشپړ تعهد لري، د غوڅ ملاتړ ماموریت ته او زموږ دې هدف ته چې تروېستان... Читать дальше...

ولسمشر غني: په پاکستان کې د طالبانو د رهبرانو فعالیت د تاسف وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر ویلي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د رهبرانو ازاد فعالیت د تاسف وړ دی.  د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره پرون د اکټوبر په ۲۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته کړې ده. دواړه ولسمشران د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللي دي. ولسمشر غني د پاکستان جمهور رئیس ته ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ډیورند په اوږدو کې وسله وال طالبان، د داعش ډله او نورې ترورېستي ډلګۍ ځپلي دي او... Читать дальше...

دفاع وزارت: د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح قاري برهان ووژل شو. د کابل ښار د صدرات پر څلور لاري کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه په بمي چاودنه کې تر ۳۰۰ زیات وګړي مړه او زخمیان شول. د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د حقاني شبکې له لویو قوماندانانو و. دغه قوماندان د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ووژل شو. د ملي دفاع وزارت په بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۲۵مه خپور شوی، ویل شوي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې یو شمېر عرب او پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Якутянин победил на первенстве России по настольному теннису


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Свёнтек разгромила Кырстю и вышла в 1/8 финала турнира WTA-1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Путин поздравил Леонида Рошаля с днем рождения


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге



Москва

Аллею памяти и славы открыли вблизи школы № 2 в Балашихе

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net