په عراق کې د اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو شمېر ۴۲ ته پورته شوی
په عراق کې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته پورته شوی دی.
په دې شمېر کې وروسته له هغې زیاتوالی راغی چې د دې هېواد په جنوب کې یوه حکومتي چارواکي وویل، ۱۲ اعتراض کوونکي په هغې اورلګېدنې کې ووژل شول چې خپله اعتراض کوونکو دغلته د یوې ځواکمنې ملېشې پر دفتر د یرغل پر مهال لګولی و.
د جمعې په ورځ د حکومت ضد دا اعتراضونه وروسته له هغې پراخ شول چې تر دې مخکې د اکټوبر په لومړیو کې بې رهبره او خودجوشه مظاهرې د چارواکو له خوا په د تاوتریخوالي په کارولو وځپل شوې.
په بغداد کې د شنبې په ورځ په تحریر څلور لارې کې بیا هم اعتراض کوونکي راټول شوي وو خو د تاوتریخوالي کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
په تېره میاشت کې په عراق کې د درغلیو، بې کارۍ او د لومړنیو خدماتو د نشتوالي پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د عراق پوځ منلې چې د اعتراض کوونکو پر ضد یې له حده زیات ځواک کارولی دی او زیاته کړې یې ده چې د هغو قومانده ورکوونکو افسرانو په اړه یې څېړنې پیل کړي چې په دې برخه کې ملامت دي.
د اعتراضونو دا څپه په عراق کې له هغې وروسته چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش وسله واله ډله رسماً ماته اعلان شوه، تر ټولو خونړۍ ناکراري بلل شوې ده.
دا اعتراضونه د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي د حکومت په وړاندې چې نږدې یو کال مخکې واک ته رسېدلی، لومړنۍ لویه ننګونه ګڼل کېږي.