ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره ولیدل. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره ولیدل. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د زیارت تر ورځې پورې د راغلیو مالوماتو ترمخه له شلو زرو زیات کسان په ډینګي اخته دي. په دې کې نزدې نیم مریضان د پوټوهار سیمې یعنې پنډي اسلام اباد خلک دي.
چارواکي وايي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چین ته ځي او هلته به له چارواکو سره د چین، پاکستان اقتصادي لار پر پروژو د کار پر چټکولو غږېږي. خو ځینې شنونکي وايي، د دې پروژو د عملي کولو مخې ته لوی خنډ د پاکستان اقتصادي مشکلات دي. ځینې نور یې ګڼي چې چین کولای شي چې پر پروژو د خپلې برخې کار تېز کړي. منور شاه موضوع څېړلې.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت په تېرو څلورو کلونو کې د څه باندې ۱۴ زره ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون پنجشنبه په یوه راپور کې ویلي، ژوره اندېښنه یې په ځانګړې توګه په هوايي بمباریو کې چې حکومت یا د حکومت پلوي ځواکونه یې کوي، د ماشومانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له پلوه ده. انتونیو ګوترش د ټولو اړخونو له خوا د ماشومانو پر ضد تشدد غندلی. هغه ویلي چې د افغان ماشومانو پرضد پراخو او سختو سرغړونو سخت خواشینی کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې،... Читать дальше...
افغان کومانډو ځواک وايي، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یوه زندانه ۱۳ بندیان ژغورلي دي. د کومانډو د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه، وايي چې دا کسان د نهرسراج ولسوالۍ په دین محمد کلي کې د طالبانو پر زندان د عملیاتو پرمهال راخوشې شول. په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواک په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه ملکي وګړي او افغان سرتېري د ترورېستانو له ظلم څخه ژغورلي دي او دې کار ته به دوام ورکړي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په علني ډول له چین څخه غوښتي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکرات ګوند د احتمالي کاندید ـ پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په اړه تحقیقات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په کانګرس کې د اوکراین له ولسمشر سره په ټيليفوني محاوره کې د بایډن او د هغه د زوی په اړه د څېړنو د سپارښتنې له کبله په کانګرس کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح غوښتنه شوې ده. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دی په دې باور دی چې هم چین او هم اوکراین باید د بایډن او د هغه د سوداګر زوی په اړه څېړنه وکړي. Читать дальше...
د اکتوبر پر درېمه په خوست کې د کوچي قومونو د سرخېلانو، مخورو او دیني عالمانو د انسجام په لویه غونډه کې ویناوالو وویل،کوچي قومونه حتی د ژوند هغه لومړنیو اسانتیاوو لکه څښاک اوبو، روغتیايي کلینکونو، ښوونځیو او سړکونو ته هم لاسرسۍ نه لري. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر صحت محکمې چارواکي وایي، په ضلعي روغتونونو کې په ډینګي ناورغۍ اخته نېږدې ۲۰۰ کسان رجسټرشوي او ګڼ یې بیا د پېښور په روغتونو کې هم داخل شوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به هغه میلیونونه رأی پاڼې قرنطین شي چې د ټاکنو په ورځ پاتې دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې وايي، د ټاکنو د پایلو تر اعلانه وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، ریکوډک د نړۍ د سرو او سپینو زرو یوه لویه زېرمه ده. او د بلوچستان حکومت یې د را-اېستلو لپاره چمتو دی.
نوموړي په پنجشنبه ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، ناسته به یې د حکومت تر ړنګولو پورې روانه وي.
واشنګتن پُسټ ورځپاڼې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د یوه پلاوي د لیدنې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ د ۵ امنیتي پوستو د سقوط خبر ورکوي او وایي چې یادو پوستو تر درنې جګړې وروسته سقوط کړی دی.
د افغان طالبانو پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي او د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون یې ورسره په یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دا مهال له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دې هېواد پلازمېنې اسلام اباد کې دی. که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي توګه د افغان طالبانو او عمران خان د لیدنې په اړه... Читать дальше...
افغان چارواکي پر طالبانو تور لګوي چې په فاریاب ولایت کې یې د ملکي وګړو کورونه سوځولي دي. د شمال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې طالبانو د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کته قشلاق سیمه کې د عامو وګړو کورونه د دولتي ځواکونو، سیمه ییز پولیسو او ولسي پاڅونوالو د کورونو په نوم سوځولي دي. ده وویل: دهشتګر طالبان په هرځای کې چې ماتې وخوري، له خلکو یې تاوان اخلي، له بده مرغه دا ځل یې هم زموږ بېګناه هېوادوال د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کته قشلاق سیمه کې بې کوره کړل. Читать дальше...
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په ځينو هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده.
افغان چارواکي د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په هوايي او توپچي حملو کې د یوه قوماندان په ګډون د اتو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا عملیات پرون مازیګر د نهرسراج ولسوالۍ په سیدان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو ترسره شول چې په نتیجه کې یې طالب قوماندان رفیع الله له خپلو اوو ملګرو سره ووژل شو. خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پرمهال ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملګري ملتونه وايي د روان کال له پیله نږدې ۱۴ زره افغانان له ترکیې څخه ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون دفتر اوچا OCHA په خپله اونیزه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپټمبر تر درېیمې پورې ۱۳۹۰۰ افغانان له ترکیې او محدود شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته استول شوي دي. د اوچا په خبرپاڼه کې همداراز یادونه شوې چې د سږني کال له پیله له دوه لکه دوه اتیا زره زیات خلک د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ارقامو په حواله زیاتوي... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په عراق کې د فساد او اوزګارتیا پرضد د مظاهرو لمن د دې هېواد جنوب ته غځېږي، د دولتي ځواکونو په ډزو د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر پرون ۲۸ تنو ته ورسېد. د روغتیايي مامورینو په وینا، په اخ او ډب کې همداراز ۶۰۰ تنه نور اعتراض کوونکي او دولتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. مظاهره چیانو پرون د حکومتي ځواکونو له خوا له اعلان شوي ګرځبندیز څخه سرغړونه وکړه او د درېیمې ورځې لپاره واټونو ته راووتل، خو پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز، د اوبو له پایپونو، ربړي مرمیو او حتی حقیقي مرمیو څخه کار واخیست. Читать дальше...
د اوکراین لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي کورت وولکر پرون د اکتوبر په درېیمه د متحده ایالاتو د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته حاضر شو. دا غونډه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د څېړنو په لړ کې چې د ډموکراتانو په مشرۍ کېږي، جوړه شوې وه. وولکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړنی چارواکی دی چې د استازو د جرګې درېیو کمېټو ته په دې برخه کې توضیحات ورکوي. څېړنې په دې اړه روانې دي چې ایا ټرمپ د اوکراین له ولسمشره د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هانتر په اړه د تحقیقاتو... Читать дальше...
په کیف کې د امریکا سفارت د اوکراین له قلمروه د روسیې تر قوماندې لاندې پوځي ځواکونو او وسله والو جزوتامونو وتل د اوکراین په ختیځ کې د انتخاباتو اساسي شرط بللی دی. په کیف کې د امریکا سفارت پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي، په کار ده چې روسیه په دې برخه کې خپله سیاسي اراده وښيي، څو دا کار وشي. په بیان کې راغلي، د اوکراین په ختیځو سیمو دونېڅک او لوهانسک کې چې د روس پلوو بېلتونپالو په ولکه کې دي، انتخابات باید د امن په فضا کې ترسره شي. د ۲۰۱۴ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د اوکراین په ختیځ... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ.
په داسې حال کې په عراق کې د فساد او اوزګارتیا پر وړاندې د اعتراض په مقصد د مظاهرو لمن د دې هېواد جنوب ته غځېږي چې د دولتي ځواکونو په ډزو ګڼ شمېر مظاهره چیان وژل شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.