پاکستان د نړيوال خړ لیست څخه د وتلو کوښښ کوي
پاکستاني چارواکي وايي د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې، فايننشل ايکشن ټاسک فورس له خړ ليست څخه د وتلو لپاره يې ګټور ګامونه اخیستي دي.
پاکستاني چارواکي وايي د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې، فايننشل ايکشن ټاسک فورس له خړ ليست څخه د وتلو لپاره يې ګټور ګامونه اخیستي دي.
په خوست کې د کسبونو زده کوونکي وايي، پروګرامونو ورته ډېره ګټه رسولې او ژر به د خپلې کورنۍ لپاره د روزۍ ګټلو وړ شي. په دې زده کوونکو کې ښځې او وزیرستاني کډوال هم شامل دي. په سیمه کې یو شمېر خیریه ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) دا پروګرامونه چلوي. ویډیويي رپورټ.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو او مشرانو له حکومته غوښتي چې له افغانستان او بنو څخه دې د دته خېلو کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي. دوی د اکتوبر پر ۱۴مه په بنو کې جرګه وکړه او ویې ویل چې د نور د کډوالۍ ژوند نشي زغملای. یوه وزیرستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، په دته خېلو کې پرمختیايي کارونه کوي او له وسله والو تر پاکولو وروسته به یې اوسېدونکي ورستانه کړي. ویډیويي رپورټ.
پاکستانۍ سرکاري راډيو هم د نوموړي له خولې کاږي چې شاهي جوړه به پاکستان ته د خپلې دورې پر مهال د دغه هېواد یوشمېر سیمو ته سفرونه وکړي.
افغان سندرغاړی احمد ظاهر په ۱۹۷۹م زکال کې د ۳۳ کالونو په عمر کې مړ شوی وو. هغه د خپل وخت ترټولو محبوب سندرغاړی وو چې نن يې هم افغانان سندرې په ډېر شوق اوري.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې وسله والو ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي. د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جنرال میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې کړي او د دغه هېواد د دولتي ځواکونو زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې یې ستایلي دي. خبرپاڼې د جنرال میلر له خولې زیاته کړې چې د افغانستان د امنیتي او... Читать дальше...
د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت بدخشان کې په یوه هوايي برید کې لږ ترلږه اتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه برید تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په باشُند سیمه کې شوی دی. د بدخشان د ولایتي شورا رئیس احمد بشیر صمیم ازادي راډیو ته وویل، "د هوايي عملیاتو له امله متاسفانه تېره ورځ ۸-۹ کسان شهید او زخمیان شوي. په شهیدانو کې دوه ښځې او پاتې نارینه دي. یو شمېر ښځې او ماشومان ټپياندي او د مرکز فیض اباد په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي." ښاغلي صمیم د وژل شویو او ټپيانو شمېرې مشخصې نه کړې. Читать дальше...
یوناما وایي د افغان ټاکنو یواځې بایومتریک شوې رایې باید وشمیرل شي. مریم منصف، واسع رحیمي او دُردانه حکیم زاده دری افغان – کاناډایان سږکال د کاناډا پارلماني ټاکنو ته کاندیدان دي. او په امریکا کې سړي خپلې ښځې په شا کوي او سیالي ورکوي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان په شمال ختیځ چارواکي وايي، د تخار څلورو ولسوالیو له تصفیې وروسته دا مهال په درقد ولسوالۍ کې نظامي عملیاتو زور اخیستی. د افغانستان د دفاع د وزارت د مرستیال جنرال یاسین ضیا په مشرۍ ددغو پوځي عملیاتو له پیلیدو اتلس ورځې تېریږي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال امنیتي ځواکونو د درقد په ولسوالۍ کې طالبان محاصره کړي او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی. "په دغو اتلس ورځنیو عملیاتو کې ۱۶۷ وسله وال وژل شوي چې په ددوی مشران او قومندانان هم په کې شامل دي. Читать дальше...
د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي سرچینې وايي، د پکتیکا د اورګون ولسوالی اړوند د پیرکوتي په سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي دي. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قولو اردو مطبوعاتي مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې برید هغه مهال وشو چې یادو وسله والو غوښتل په پیرکوتي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، خو له برید څخه وړاندې په نښه شول. تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیرغړو د پولیسو د هغو مامورینو د مجازات غوښتنه وکړه چې څلور ورځې وړاندې یې د دغې جرګې له دوو غړیو سره شخړه کړې وه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ تردې مهاله د ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو د رایو بیومټریک اطلاعات ددغه کمیسیون عمومي سرور ته انتقال شوي دي. په دغو محلونو کې څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې کارول شوي دي.
د امریکا متحده ایالات وایي، د سوریې له شمالي برخې چې ترکیې د کرد وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، ټول سرتېري باسي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وايي، د ترکیې د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره د ځینو اقدامانو پر جزیاتو له جرمني سره کار کوي.
د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي، د ورزشکارانو یوه ۹ کسیزه لوبډله به د وشو نړیوالو سیالیو کې چې تمه ده په چین کې پیل شي، ګډون وکړي. د دغه فدراسیون ريیس سیدرحمان یورش ازادي راډیو ته وویل، افغان ورزشکاران له تېر یوه کال راهیسې تمرین کوي او د لوبو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی. ښاغلی یورش وايي، دا سیالي به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د ۱۷۲ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په چین کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي. د افغانستان د وشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ووشو نړیوالې سیالۍ... Читать дальше...
په افغانستان کې د پکارت معاینه! د جزا د کوډ په ۶۴۰مه ماده کې د تعدیل له مخې محاکمو ته صلاحیت ورکړل شوی چې د نجلۍ له اجازې پرته د بکارت د معاینې حکم ورکړي. هغه معاینه چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې نجونې ان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي. شفیع کریمي په دې راپور کې د یوې نجلۍ دردوونکې کیسه انځور کړې چې د بکارت پردې تر معاینې وروسته یې ژوند ګډوډ شوی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې پستي خدمتونه تر بل هر وخت زیات پراخ شوي دي. خو یو شمېر پست وړونکي او عام وګړي د دغو خدمتونو د نه معیاریتوب له امله شکایت لري.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر کومه چې په پېښور کې افغان مارکېټ د افغانانو په واک کې ورنه کړل شي، په خیبر پښتنونخوا کې به د دوی قونسلګري تړلي وي.
احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.
افغان دولت په وروستیو ورځو کې په پېښور کې خپله قونسلګري د خېبر پښتونخوا ایالت د پولیسو د اقدام په اعتراض کې چې د افغان مارکېټ په نوم یوه پلورځای له ودانۍ یې د افغانستان بیرغ او اړوند لوحه لیرې کړې ده، وتړله.
د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته، پولیسو په لومړي ځل په خیبر ضلع کې د یوې وژنې پلټنې کړې دي. د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه د جمرود په پرېس کلب کې د خیبر ضلعې پولیس مشر محمد حسین وویل، دا پلټنې د یوه وژل شوي ۱۴ کلن هلک کاشف اپرېدی په اړه دي چې د اکتوبر پر اوومه ورک شوی وو او بیا یې مړی یې ټېډي بازار ته نېږدې موندل شوی وو. نوموړي زیاته کړه چې د هغې پېښې مرکزي ملزم یې نیولی دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا متحده ایالات وایي، د سوریې له شمالي برخې چې ترکیې د کُرد وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، ټول سرتېري باسي.
په هلمند کې ملي امنیت لس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي. د هلمند والي محمد یاسین په دې اړه رسنیو ته وویل، یو شمېر وسلې هم له درې بېلابېلو جرمي ډلو سره نيول شوي چې ۶ يې په اپراتيفي عملياتو کې، ۲ د هدفي وژنو په تور لښکرګاه ښار کې او ۲ د انسان تښتونې په جرم نيول شوي دي. والي وويل چې له انسان تښتوونکو يو ماشوم هم ژغورل شوی دی. ښاغلي یاسین وویل، له شپږو کسانو سره د ۳۵ ميله وسلو ترڅنګ ۴ کړۍ چسپکي ماينونه او يو شمېر نور جنګي تجهيزات هم نيول شوي او ټول نيول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي. Читать дальше...
د افغانستان د قره قل پوستکي اداره وايي، اسیايي هېوادونو ته د قرهقل صادارت مخ په زیاتېدو دي. د دې ادارې مدیر محمد عارف د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته هم صادارت پیل کړي. "موږ د تېر کال تر پایه منځنۍ اسیا ته ۲۹۵۸۰ جلده د قرهقل پوستکي صادارات درلودل، خو سږ کال چې یوه ربع یې پاتې ده، موږ ۲۴۶۷۰جلده صادر کړي چې شاید سږ کال صادارت د تېر کاله په پرتله نږدې پنځوس سلنه لوړ شي. " دی وايي، اوسمهال یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو او فنلنډ ته د افغانستان قرهقل صادرېږي. Читать дальше...
د کابل پولیسو ویلي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، په دغو توغندیزو بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی. دا چې دغه توغندي له کومې خوا توغول شوي، امنیتي چارواکو یې په اړه لا څه نه دي ویلي. ددغو راکټي بریدونو مسئولیت تردې دمه چا نه دی منلی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.