په هلمند کې ملي امنیت لس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي
د هلمند والي محمد یاسین په دې اړه رسنیو ته وویل، یو شمېر وسلې هم له درې بېلابېلو جرمي ډلو سره نيول شوي چې ۶ يې په اپراتيفي عملياتو کې، ۲ د هدفي وژنو په تور لښکرګاه ښار کې او ۲ د انسان تښتونې په جرم نيول شوي دي.
والي وويل چې له انسان تښتوونکو يو ماشوم هم ژغورل شوی دی.
ښاغلي یاسین وویل، له شپږو کسانو سره د ۳۵ ميله وسلو ترڅنګ ۴ کړۍ چسپکي ماينونه او يو شمېر نور جنګي تجهيزات هم نيول شوي او ټول نيول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
که څه هم والي وویل چې په لښکرګاه کې د جنايي جرمونو په کچه کې ټیټوالی راغلی دی، خو په دې وروستیو کې د غلا او جنايي پېښو څخه د خلکو شکایت ډېر شوی دی.
