د ازادي ستوډیو خبرونه
د افغانستان د سولې خبرې وروسته له نژدې یوې میاشتې بیا پيلیږي او دا هڅې له اسلام اباده شروع کیږي. د دې ترڅنګ په هند کې خونړي سیلابونه لیدلی شئ او داسې څوک درښکاروو چې د پښو پرځای په لاسونو ګرځي.
د افغانستان د سولې خبرې وروسته له نژدې یوې میاشتې بیا پيلیږي او دا هڅې له اسلام اباده شروع کیږي. د دې ترڅنګ په هند کې خونړي سیلابونه لیدلی شئ او داسې څوک درښکاروو چې د پښو پرځای په لاسونو ګرځي.
په دغه ولایت کې زده کوونکي د سره لمر او موسمي بارانو لاندې درس وايي. د دم کلي ښوونځی په کونړ ولایت کې له سلکونو ښوونځیو څخه دی چې زده کوونکي يې په زړو او سوریو سوریو خیمو کې درس وايي. نور حال د روح الله -انوري په ویډیو راپورکې.
د عراق په ځینو برخو کې اهل تشیع خطیبانو د دین لوري ته د ځوانانو ورجذبولو یوه نوې لار موندلې. دا خطیبان د ځوانانو په ژبه، د ځوانانو په انداز له هغوی سره د رابطو جوړول او له دینه یې خبرول، اړین بولي او په همدې موخه یې د عزادارۍ په ځینو مجلسونو کې موسیقي شامله کړې. خو ځینې نور شیعه پوهان موسیقي ناروا بولي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د حکومت پرضد ازادي مارچ کې په ګډون رضامندي ښودلې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د پاکو او تقلبي رأیو د جلا کولو لپاره روښانه تګلاره لري او هغه رأیې به ونه مني چې له طرزالعمل سره سمې نه وي کارول شوې او رایه ورکوونکي په فزیکي ډول انتخاباتي مرکز ته نه وي ورغلي.
د افغانستان په جنوب کې د غزني ښار اړوند په قره باغي او ارزو سيمو کې تېره شپه او نن غرمه د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ۶ طالبان وژل شوي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د چهارشنبه په ورځ (میزان ۱۰مه) وویل، په وژل شویو کې درې تنه پاکستانیان دي. ښاغلي نوري وویل: "په يادو عملياتو کې د طالبانو يوه اندازه وسلې د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي او د قره باغي په سيمه کې د چاوديدونکو موادو يوه ډيپو له منځه وړل شوې ده." دا په داسې حال کې ده چې د غزني چارواکو تر دې وړاندې د غزني په اندړ او اب بند ولسوالیو کې هم د ۱۴ مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی وو. Читать дальше...
په افغانستان کی له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایي، ناامنیو د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو د ورځې خبري پوښښ محدود کړی و. ددغې ادارې چارواکي وایي، خبریالان ونه توانېدل د طالبانو له وېرې لرې پرتو سیمو ته لاړ شي.
په هانګ کانګ کې سلګونو کسانو نن د هغه ښوونځي مخې ته تحصن پیل کړ چې ددې ښونځي یو اتلس کلن زده کوونکی د اعتراضونو پر مهال د پولیسو په ډزو ولګید. روغتیایې چارواکي وایې د تسانګ چي کین روغتیایې حالت ښه دی. پولیسو پرون د هغو اعتراضونو پر مهال ډزې وکړې چې د پولیسو په خبره تر ټولو تاوتریخجنې وې. د هانګ کانګ پولیس وایي، په ټوله کې ۱۵ کسه په دې ترڅ کې روغتون ته وړل شوي او ۱۸۰ نور نیول شوي دي. دوی وایې ۲۵ پولیس افسران هم په نښتو کې ټپیان شوي دي. پروني اعتراضونه داسې مهال شوي چې چین د خپل واکمن کمونست ګوند د جوړیدو اویایمه کلیزه ونمانځله. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو پر پیونګ یانګ غږ کړی چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړې او د اټمي پروګرام په اړه خبرو ته ژمن پاته شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي چې له شمالي کوریا څخه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم خپل مکلفیت پرځای کړي او له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي. د امریکا دا څرګندوني وروسته له هغه شوي چې شمالي کوریا نن له ختیځ ساحل څخه یو توغندی چې احتمالا بالستیک راکټ به وي، ویشتلی دی. جاپان ویلي چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه... Читать дальше...
په خوست کې ښوونکي او د پوهنې د بهیر کارکوونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د ښوونکو په ژوند کې ښه والۍ راغلی او د دوی علمي کچه لوړه شوې ده، خو لا هم یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
د پېښور پوهنتون په پیوټا تالار کې د ارټس او د ډیزاین د زده کوونکو لخوا د انځورونو ننداره وشو. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستانیو چارواکیو سره په داسې حال کې لیدلي چې د افغان طالب استازیو یو ۱۱کسیزه پلاوی هم نن په چارشنبه اسلام اباد ته په سفر دی.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استاذی زلمی خليزاد هم په اسلام اباد کې دی.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د امنيتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ د شخړې له کبله دوه کسان وژل شوي او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. پرون سه شنبه (اکتوبر لومړۍ) زرګونه کسان د پلازمېنې بغداد په تحرير ميدان کې سره راغونډ شول. دوى د اداري فساد، بېکارۍ او کمزورو عمومي خدمتونو، دغه راز د برېښنا د زياتې پرچاوۍ او د اوبو د کموالي له کبله اعتراض وکړ. ځينو اعتراض کوونکو د پوځ د پېژندل شوي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعدي عکسونه له ځانونو سره لېږدول. دى په وروستيو کې د عراق... Читать дальше...
د تاجکستان حکومتي چارواکو پرون سه شنبه (اکتوبر لومړۍ) يو وار بيا د ازادي راډيو د تاجکي څانګې ويبسايټ او ټولنيزې شبکې لکه فېسبوک پاڼه او يوټيوب چینل د لنډې شېبې لپاره بند کړل. د راډيو ويبسايټ پرون د تاجکستان د اسلامي نهضت د ممنوعه ګوند له مشر محى الدين کبيري سره تر مرکې يو ساعت مخکې بند کړاى شو. دا مرکه په اروپا کې دېره د تاجکستان د ملي اتحاد ډلې له خوا شوې وه چې د تاجکستان د اپوزيسيون ډلو ګڼ تبعيد شوي غړي په کې شامل دي. خو د تاجکستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې مرستيال الهام عطايف ازادۍ راډيو ته وويل، د ويبسايټ د بندېدو په موضوع نه دى خبر.
غربي ورځپاڼو د افغانستان د سولې پروسې او ددغه هېواد پر ولسمشریزو ټاکنو تبصرې کړې دي.
په چونيا کې د نیول شوي تورن کس ۲۷ کلن سهېل شهزاد دی او د هغه کېس د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته لېږل شوی او هره ورځ به يې اوريدنه کيږي.
د هند په جنوب کې د سختو بارانونو او سېلاوونو له کبله لږ تر لږ ۱۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر ودانۍ له اوبو لاندې شوي دي. په دې اړه د رویټرس ویډیو وګورئ. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمپایني پوسټرونو د راټولو لپاره نوماندانو ته ۲۰ ورځنۍ ضرب الاجل اعلان کړی. دغه کمېسیون وايي، که نوماندان په ټاکلي موده کې خپل کمپایني پوسټرونه له ښاره لرې نه کړي له ۵۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پوري به جرېمه شي. تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې ګورئ.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به نن چهارشنبه اسلام اباد ته سفر وکړي. د نوموړي په خبره، دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره "پر یولړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي."
د ایران د قضائیه قوې چارواکي وایي، محکمې درې کسان امريکا او يو تن بريتانيا ته پر جاسوسۍ مجرم وپېژندل او له دې ډلې یو تن په اعدام محکوم شو. د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون (اکتوبر لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ترڅو چې سترې محکمې اجازه نه وي ورکړې، امريکا ته د جاسوسۍ په تور په اعدام د محکوم شوي شخص هويت پټ ساتل کېږي. ښاغلي اسماعیلي زیاته کړه: "کله چې د فرد نوم اخيستل کېږي او دوسيه لا هم د لومړنيو تحقيقاتو په پروسه کې ده، موږ په وار وار ويلي چې د قانون له مخې نور جزئيات... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو وار بيا ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوازې بيومټريک رايې د اعتبار وړ دي. د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري. اغلې نورستانۍ زیاته کړه: "د بايومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روشد همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلي وه او د درغلۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره همدا ټکنالوژي وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نيول شوې ده". پرون د مشرانو جرګې... Читать дальше...
د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو کانګرس د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته په يوه ليک کې ویلي، ډيموکراتانو د ده د وزارت پر کارکوونکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح په تړاو فشار راوستی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دولت او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو د پيل لپاره د سيمې او نړۍ په سطحه هڅې چټکې شوې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.