تاجکستان د ازادي راډیو تاجکي څانګې وبسایټ او ټولنیزې شبکې د لنډې مودې لپاره بند ګړل
د راډيو ويبسايټ پرون د تاجکستان د اسلامي نهضت د ممنوعه ګوند له مشر محى الدين کبيري سره تر مرکې يو ساعت مخکې بند کړاى شو.
دا مرکه په اروپا کې دېره د تاجکستان د ملي اتحاد ډلې له خوا شوې وه چې د تاجکستان د اپوزيسيون ډلو ګڼ تبعيد شوي غړي په کې شامل دي.
خو د تاجکستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې مرستيال الهام عطايف ازادۍ راډيو ته وويل، د ويبسايټ د بندېدو په موضوع نه دى خبر.
په انلاين بڼه د کبيري د مرکې تر خپرېدو وروسته سملاسي د تاجکي څانګې فېسبوک پاڼه په تاجکستان کې له لاسرسي ووته.
د تاجکستان چارواکي له کلونو راهيسې د لنډې شېبې لپاره د ازادي راډيو د تاجکي څانګې ويبسايټ، فېسبوک، يوټيوب او نورې ټولنيزې شبکې بلاک کوي.
د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند په ٢٠١٥ میلادي کال کې د تاجکستان د رژيم له خوا د يوې افراطي او تروريستي ډلې په توګه اعلان شو.
د دغه ګوند مشر محى الدين کبيري، له څلورو کلونو راهيسې له تاجکستانه بهر ژوند کوي.
